د نړۍ د بیلابیلو ملکونو نه مسلمانانو د حج د مراسمو ادا کولو لپاره ځانونه مکې ته رارسولي دي.
د حج مراسم د جمعې د ورځې (اګست۹) څخه پلیږي.
د سعودي عربستان یو لوړپوړي چارواکي جنرال سلیمان یحیی وویل سږکال ته د حج لپاره ٩٧٠٠٠٠ نارینه او ٨٦٨٠٠٠ ښځې راغلي.
د یادونې وړ ده چې د بهرنو هیوادونو د مسلمانانو برسیره په خپله سعودیان هم د حج د مراسمو ادا کولو ته ورځي.
د سعودي عربستان حکومت وایي چې د حج په مهال د اسانتیاو د برابرولو او خوندیتوب لپاره یې په ملیاردو ډالره مصرف کړیدي.
د حج پر مهال د ټیل ماټیل له کبله په مینا کې کله ناکله خلک په ټېل ماټېل کې مړه کیږي او زخمیان کیږي، خو سعودي وایي دغه برخې ته یې پام کړیدی.
د نورو هېوادونو تر څنګه شاوخوا ۲۵۰۰۰ افغانان هم سږکال حج ته تللي دي.