د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د قطر غونډې د ګډونوالو لېست اعلان کړ


افغان حکومت په قطر کې له طالبانو سره د بین الافغاني ناستې د ګډونوالو نوملړ اعلان کړ.

د افغان حکومت لخوا په دغه اعلان شوي۲۵۰ کسیز لېست کې د حکومتي چارواکو ترڅنګ د سیاسي ګوندونو، جهادي مشرانو، د جګړې د قربانیانو، د ملي شورا، د سولې عالي شورا، ښځو، ځوانانو او ژورنالیستانو د استازو ترڅنګ قومي مشران هم شامل دي.

د سې شنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۲۷مه» د افغانستان د چارو ادارې لخوا په دې اړه اعلامیه کې ویل شوي چې دغه لېست د بېلابېلو ډلو لخوا د معرفي شوو استازو له‌مخې ترتیب شوی دی.

په دغه اعلان شوي لېست کې د ډاکټر ثریا دلیل، حبیبه سرابي ترڅنګ د افغانستان په مشرانو جرګه کې د افغان سیکانو د استازې انار کلي هنریارې په ګډون ۵۰ نورې مېرمنې شاملې دي.

په دغه لېست کې د افغان حکومت ۱۱ وزیران، ۷ معینیان، څلور د خپلواکو ادارو رئیسان او څلور والیان شامل دي.

  • والیان:

د کابل والي محمد یعقوب حیدري، د کندز والي عبدالجبار نعیمي، د پکتیا والي شمیم خان کټوازی او د سمنګان والي عبدالطیف ابراهیمي.

  • د خپلواکو ادارو رئیسان:

د چارو ادارې ئیس عبدالوحید قتالي، د سیمه ییزو ارګانونو دخپلواکې ادارې مشر متین بېګ، د ولسمشر د دفتر رئیس سلام رحیمي او د تخنیکي او مسلکي تعملیاتو ادارې رئیسه ندیمه سحر.

  • وزیران:

د فواید عامې وزیر یما یاري، د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني، د کلیو او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي، د طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر نجیب آقا فهیم، د کار او ټولنیزو چارو وزیر سید انور سادات، د سرحدونو او قبایلو چارو زویر گل آغا شیرزی، د حج او اوقافو وزیر عبدالحکیم منیب، د ښار سازۍ او عراضي وزیر جواد پیکار، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیره حسینه صافۍ او د کانونو او پټرولېم وزیره نرګس نهان په دغه لېست کې شامل دي.

​د افغانستان د «پخلایني د رهبرۍ عالي شورا» د روانې میاشتې له ۱۸ مې نېټې د یاد لېست پر چمتو کولو د بېلابېلو ډلو له استازو سره مشورې پیل کړي وي.

په دغه لېست کې د مسکو د تېرې غونډې د ګډونوالو محمد محقق، عطاء محمد نور، یونس قانوني حنیف اتمر، محمد اسماعیل خان د نومونو ترڅنګ، حکمت خلیل کرزی، امرالله صالح، عبدالسلام ضعیف، عبدالغفور لېوال او یو شمېر نورې سیاسي څېرې شاملي دي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې د مسکو د تېرې غونډې د رهبرۍ چارې مخته وړلې د قطر غونډې د ګډونوالو په لېست کې نوم نشته.

ټاکل شوې په دوحه کې د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ بین الافغاني ناسته د روانې اپرېل میاشتې له ۱۹ څخه تر ۲۱ پورې تر سره شي.

XS
SM
MD
LG