د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: اقتصادي ستونزو او ژمي د میلیونونه افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د افغانستان د وګړو نیمايي نفوس (۲۰میلیون کسان) د خوړو له جدي نه خوندیتوب سره مخامخ دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۱ (لړم ۳۰) ویلي چې اقتصادي ستونزو او د ژمي رارسېدو په افغانستان کې د میلیونونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

دغه سازمان ټینګار کړی دی چې د وضعیت خرابېدو مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې بېړنۍ ملاتړ ته اړتیا ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي مسؤل مارتین شوب پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "په افغانستان کې د اساسي توکو بیو لوړېدل،د زیاتو خلکو لپاره د ژوند چارې ستونزمنې کړي دي. یوه متوسطه افغانه کورنۍ یوازې کولای شي چې ۸۲ سلنه لومړني غدايي مواد پیدا کړي، بې له دې چې د نورو اړتیاو لپاره پیسې پاتې شي."

هغه همدارنګه ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې د اړمنو او زیانمن شوو خلکو د ملاتړ زیاتوالی زیات مهم دی.

مارتین شوب چې په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی و، ویلي چې د څو لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله د افغانستان د خلکو ژوند سخت زیان لیدلی دی.

د ښاغلي شوب د معلوماتو په اساس په افغانستان کې ۲۴ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او نژدې ۲۰ میلیون خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي مسؤل ویلي چې په افغانستان کې زرګونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ۹۰ سلنه خلک په ورځ کې تر ۱.۹ نه ډالره کم عاید لري.

هغه ګواښ کړی دی چې د ژمي په نژدې کېدو سره هره ورځ د میلیونونو افغانانو ژوند خرابیږي او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې ژر تر ژره اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG