د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: په کابل کې خلک لا هم د ډوډۍ پیدا کولو لپاره د کور وسیال پلوري


په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې مشر دوشنبه جون ۶ (غبرګولي۱۶) ویلي چې په کابل کې لا هم خلک د خپلو کورنیو لپاره د نفقې د پیدا کولو لپاره د کور لوازم پلوري.

ایلوي فیلیون پدې هکله په ټویټر کې لیکلي، " په کابل کې لا هم ډیر خلک وینم چې د خپلو کورونو شیان پلوري چې پیسې تر لاسه کړي او په دسترخوان کې ډوډۍ ولري. د اقتصادي بحران لا ژور کیدل خلک بې وزلۍ ته ټیل وهي او د نړیوالې ټولنې د بشپړ چمتووالي پرته مونږ دا بهران نشو مهارولی".

د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړني مرستیال امرالله صالح د ملګرو ملتونو د دې جګپوړي چارواکي د لیکنې په ځواب کې ویلي چې د افغان ولس د ځینو ستونزو یادونه یې کړې.

ښاغلي صالح پدې هکله په ټویټر کې لیکلي، "په درناوي سره ستاسو په نسخې کې یو مهم او داسې لامل ندی یاد شوی چې انکار ترې نشي کیدی. یعنې د (طالبانو) مشرعیت او داخلي ملاتړ. د طالبانو لاسپوڅي پوځي حکومت د افغانانو انساني کرامت بې ارزښته کړی. خواړه یوازیني څه ندي چې نشته. که د تاریخ درس وي، هغوي (طالبان) پایښت نلري".

د ښاغلي فیلیون دا څرګندونې پداسې حال کې کیږي چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونیسف) یو جګپوړي چارواکي ویلي چې په افغانستان کې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پیښې ورځ په ورځ ډیریږي.

د افغانستان لپاره د دې ادارې استازي محمد اګ ایویا جمعه جون ۳ (غبرګولي۱۳) په ټویټر کې لیکلي چې د کابل او پروان ولایتونو په یو شمیر روغتونونو کې یې د هغو ماشومانو روغتیایي وضعیت کتلی چې په سوء تغذیې اخته و.

ښاغلي ایویا زیاته کړې چې د دې ادارې د سوء تغذیې د چارو د تنظیم کوونکي سره په ګډه یې په روغتون کې په سوء تغذیې اخته ماشومانو وضعیت څیړلی او داسې ماشومان یې هم لیدلي چې د سا ورکولو په حال کې و

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هم ویلي چې ، په جون میاشت کې ۱۸میلیون افغانان خوراکي توکو ته بېړنۍ اړتیا لري، خو وايي دغه سازمان یوازې د ۱۰ میلیون خلکو لپاره پیسې لري.

د خوړو نړیوال پروګرام اجرائیوي مدیر ډیویډ باسلي د سه شنبې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولې لسمه) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې له دې سره هم مهاله د خوراکي او سونګ توکو بیې او انتقال هم د لوړېدو په حال کې دي.

په افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته نړیوالې ټولنې او مرستندوی هیوادنو له دغه هیواد سره خپلې مرستې بندې او یا هم کمې کړې چې له امله یې دغه هیواد له اقتصادي بحران سره مخامخ شو.

په افغانستان کې د وچکالۍ دوام، د کرونا ویروس اغېزې او د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدل د دې لامل شوي چې د افغانستان په میلیونونو اوسېدونکي له لوږې او فقر سره مخامخ شي.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې په تیرو څلورو کلونو کې د وچکالۍ له امله په دغه هیواد کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوي او د غنمو نژدې ۴۰ سلنه محصولات د وچکالۍ له امله له منځه تللي.

XS
SM
MD
LG