د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب:د ژمي په رارسېدو سره افغانستان کې بشري وضعیت خرابیږي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د سره صلیب نړیوالې کمېټې یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د دغه هیواد اوسنی بحران د نړیوالې ټولنې پیاوړي بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیس ایلوا فیلون د دوشنبې په ورځ ناوخته نومبر اوومه (لړم ۱۶) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ژمي په رارسېدو سره به په افغانستان کې بشري وضعیت خراب شي. د هغه په خبره د افغانستان اوسنی بحران د نړیوالې ټولني بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.

دغې کمېټې همدارنګه په یو راپور کې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې نژدې ۲۰ میلیون کسان کافي خواړه نلري او همدارنګه ۲۴ میلیون نور خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې د بشري بحران دوام به د دغه هیواد میلیونونه خلک له فقر او لوږې سره مخ کړي. د دغې کمېټې په وینا کونډې ښځې او یتیم ماشومان له بدترین بشري وضعیت سره مخامخ دي او ډېر کله د یو وخت خوړو په پیدا کولو نه توانیږي.

کمېټې یو ځل بیا ټینګار کړی چې پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته ۷۰۰زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې اوس مهال نژدې ۱۹ میلیون کسان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي او روان کال په سختې خوارځواکۍ اخته څه باندې ۳۴۰۰۰ ماشومان په روغتونونو کې بستر شوي دي.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) بشري بحران ته د رسېدو برخه کې له افغانستان سره د کرواسا هیواد د ۱۰۰زره ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.

اوچا د کرواسا د دې بشري دوستانه مرستې هر کلی کړی او زیاته کړې ده چې دغه پیسې به د افغانستان په یو شمېر سیمو کې پر اړمنو کورنیو باندې ووېشل شي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي و چې د روان میلادي کال تر نومبر میاشتې پوري به په افغانستان کې نژدې ۲۰ میلیون کسان د خوړو له بحراني او بېړني حالت سره مخ شي.

دغه سازمان د اکتوبر ۱۶ (تلې ۲۴) ویلي و چې د نورو عواملو ترڅنګ له پاشل کېدو سره مخ اقتصاد او وچکالۍ د دوام له امله په دغه هیواد کې په لوړه کچه د خوړو نه خوندیتوب دوام لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان روان وضعیت ته په کتو اټکل کړی چې د روان میلادي کال تر نومبر میاشتې به څه باندې ۱۳ میلیون کسان په بحراني شرایطو او نژدې اووه میلیون نور به د «خوړو بېړني حالت» سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG