د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: یوازې مخامخ مذاکرات افغانستان ته تلپاتې سوله راوستلی شي


د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وايي، یوازې «بین الافغاني» خبرې کولای شي په دغه هیواد کې د تلپاتې سولې ټینګېدو ته زمینه برابره کړي.

محمد ابراهیم طاهریان د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره لیدنه کې ویلي چې هیواد یې له افغانستان سره د دولت په دولت اړیکو غوښتونکی دی او "د افغانانو په استازیتوب او مالکیت د نظام، قانون او سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي."

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ د «سلواغې پر۱۳مه» امریکا غږ ته د ښاغلي طاهریان له قوله وویل:"یوازې بین الافغاني مذاکرات په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لامل کیدالی شي او اړتیا ده چې دغه برخې ته زیاته توجه وشي."

د ښاغلي فیصل په وینا د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم په دغه لیدنه کي ویلي چې افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره خپلواکې اړیکې لري او کابل هم له یادو هیوادونو څخه تمه لري چې خپلې اړیکې همدغه اصل ته په کتو مخته یوسي.

د افغانستان لپاره د ایران دغه ځانګړي استازي نن یکشنبه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي دي.

د ارګ اعلامیې ویلي چې "په دغه کتنه کې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا، د ترهګرۍ، افراطیت او نشه یي توکو پر ضد د مبارزې په اړه خبرې وشوې."

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی پر داسې مهال له افغانستان سره د دولت په دولت اړیکو غوښتنه کوي چې تر دې مخکې افغان حکومت له طالبانو سره د ایران د اړیکو او دغه هیواد ته د طالب استازو د سفرونو په اړه انتقادونه کړي و.

یو شمېر پخوانیو افغان دپلوماټانو په دې وروستیو کې ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ وروستی رامنځته شوی کړکېچ په افغانستان کې د زیاتېدو په حال کې دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني سفیر محمود صیقل تېره اونۍ په یوه ناسته کې وویل چې دواړو هیوداونو پر افغانستان فشار راوړی چې د دوی طرف ونیسي.

د نوموړي په خبره که د افغانستان حکومت د امریکا متحده ایالاتو او ایران غوښتنو ته ځواب ونه وايي، ممکن یاد کړکېچ له طالبانو سره د سولې خبرې له ځنډ سره مخامخ کړي.

بلخوا د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنت مکینزي اندېښنه ښودلې چې ایران به د خپلو نیابتي ډلو په مرسته په افغانستان کې د امریکا ګټې له خطر سره مخامخ کړي.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ افغانستان ته د سفر پر مهال له هغه سره مله خبریالانو ته کړي دي.

XS
SM
MD
LG