د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور کې د عبدالحمید مومند مزار نړول شوی


تر دې مخکې د پښتو ژبې د صوفي شاعر عبدالرحمن د مزار ډبرې هم وران او غلا شوې وې
تر دې مخکې د پښتو ژبې د صوفي شاعر عبدالرحمن د مزار ډبرې هم وران او غلا شوې وې

په خیبر پښتونخوا کې د پښتو ژبې د کلاسیک شاعر عبدالحمید مومند د مزار ځېنې برخې او ډبرې هم نړول شوې دي.

پولیس وایي دا کار نامعلومه کسانو کړی دی چې اوس یې په اړه پلټنې پیل شوي دي. ځینو ځايي خلکو د امریکا غږ ډیوې څانګې ته ویلي‌ چې دا کار پولیسو کړی دی، خو پولیس یې نه مني.

د پولیسو یو مشر شهریار خان وویل چې چې د خیبرپښتونخوا د انصاف ګوند ځینو ځایي استازو هغوی ته شکایت کړی چې په مزار کې د نشه یانو شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي او کلیوالو ته یې ستونزه جوړه کړې ده.

وايي دوی له دغه شکایت وروسته پر دغه قبرستان چاپه اچولې اوځینې مشکوک کسان یې نیولي دي‌ خو پر مزار یې غرض نه دی کړی.

د عبدالحمید مومند مزار د خیبرپښتونخوا د پېښور په بډه بیره کې د ماشوګګر په سیمه کې دی. دی شاوخوا درې پېړۍ مخکې په همدغه کلي کې وزېږېده.

عبدالحمید مومند ته په شاعرۍ کې د نازکخیالۍ له کبله د موشکاف لقب هم ورکړل شوی.

تر دې مخکې د پښتو ژبې د صوفي شاعر عبدالرحمن د مزار ډبرې هم وران او غلا شوې وې.

XS
SM
MD
LG