د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی- که د قطر غونډې کې حکومت هم نه وي، باید طالبانو سره خبرې وشي


ښاغلي کرزي له امریکا غږ سره ځانګړې مرکه درلوده
ښاغلي کرزي له امریکا غږ سره ځانګړې مرکه درلوده

د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي هڅه کوي چې افغان حکومت هم په قطر کې د طالبانو او افغان سیاستوالو غونډې کې ګډون وکړي.

د دغې غونډې دقیقه نیټه لا معلومه نه ده، خو ښاغلي کرزي وویل چې حکومت باید د تدبیر نه کار واخلي او په دغې غونډې کې ګډون وکړي.

هغه د امریکا غږ سره په یوې ځانګړي مرکې کې وویل "زما هیله، غوښتنه او کوښښ دا دی چې حکومت راشي او د تدبیر له لارې په دغې غونډه کې ګډون وکړي. که یې ونکړ، موږ د سولې لپاره ملي هڅه پرېښودلی نشو، دا به جرم وي، دا به خطا وي او موږ دې خطا ته ځان نه سپارو."

ښاغلي کرزي همدغه راز د را روانې لویې مشورتي جرګې په اړه هم خبرې وکړې. هغه وویل چې له ولسمشر غني څخه یې غوښتي چې دا جرګه دې د قطر له غونډې وروسته وشي.

ښاغلی کرزی وایي "ما ولسمشر ته هم دا پېشنهاد کړی دی چې د قطر غونډه دې وشي او د قطر د غونډې نتایج دې مشورتي جرګې ته راوړل شي او مشورتي جرګه دې په هغو نتایجو پریکړې وکړي چې دا ښه دي که دا بد دي، هغه داسې یوه مسئله ده چې کېدای شي له طالبانو سره هم په کې تفاهم وشي."

حامد کرزي د امریکا غږ له خبریال احمد شکېب دوست سره په ځانګړې مرکه کې له حکومت څخه وغوښتل چې تر راتلونکې یکشنبې پورې دې د یوه ملي پلاوي پر ټاکلو فیصله وکړي.

تاسو د افغانستان د مخکني ولسمشر حامد کرزي سره د امریکا غږ بشپړه ځانګړې مرکه دلته کتلای شئ:

د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي سره مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:00 0:00

XS
SM
MD
LG