د لاس رسي وړ اتصالات

حنیف اتمر: جگړه له خارج څخه پر موږ تحمیل شوېده


د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له امریکا غږ آشنا تلویزیون سره مرکه کې وویل: موږ د چادنفوذ د ودې لپاره کار نه کوو.
د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له امریکا غږ آشنا تلویزیون سره مرکه کې وویل: موږ د چادنفوذ د ودې لپاره کار نه کوو.

د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اتمر وویل: د طالبانو هدف له امریکا سره په مستقیمو خبرو کې دادی چې دافغانستان دولت چې د خلکو په رایو راغلی دی بې اعتباره وښیي او مشروع ېې ونه گڼي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر وایي دا چې طالبان پدې ټینګار کوي چې د امریکا سره خبرې کوي، پدې کې سیاسي هدف لري. ښاغلي اتمر د اشناتلویزیون سره مرکه کې و ویل که طالبان د افغان دولت سره د سولې خبرې وکړي، نو ټوله دنیا به يي حمایت وکړي.

ښاغلي اتمر دې پوښتنی ته چې که طالبان د جمهور رئیس غني د سولې پیشنهاد بیا ونه مني، نو د افغان دولت راتلونکی اقدام به څه وي وویل: "..باید یوڅه نور هم انتظار وباسو چې ددوی فکر او مشوره سره بشپړه شي.

ښاغلي اتمر دخپلو خبرو په ترڅ کې داهم وویل چې داجگړه له خارج څخه پر موږ تحمیل شوېده؛ ددې واک له نوروسره دی. زموږ کوشش دادی چی خپل ملت ورځنې وژغورو. په هغه چوکاټ کې چې امکان لري.

حنیف اتمر د افغانستان دملي امنیت سلاکار د سولې لپاره د ملي یووالي د حکومت د هڅو په ترڅ کې وویل :"..دخادم حرمین شریفین څخه مو تقاضاوکړه چې په هغه نفوذ چی په ا سلامي نړۍ کې ېې دوی لري اول د افغانستان د سولې حمایت وکړي؛ دویم جگړه په افغانستان کې ناروا وبولي. اودریم هغه ارتباط یا نفوذ چې له طالبانو سره لري هغه استعمال کړي او د سولې دخبرو لپاره ېې مستقیما دافغانستان له دولت سره کینوي. دمرکې نور تفصیل په ویډیو کې لیدلی او اوریدلی شئ.

XS
SM
MD
LG