د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن کانګرس ته د حقاني د شبکې په هکله اطلاع ورکړه


د ولسمشر بارک اوباما حکومت پرون د جمعې په ورځ د حقاني شبکه د یوه ترهګره سازمان په توګه اعلان کړه چې دا اقدام کولای سي په افغانستان کې د سولې هلې ځلې کمزورې کړي او د امریکا او پاکستان ترمنځ دمخه لا اغیزمنې اړیکې لاپسي خرابې کړي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن وویل چې د حقاني شبکې په هکله یې ګانګرس ته د خپلې پریکړې په هکله اطلاع ورکړې ده چې په دې سره به له دې نه وروسته امریکایان په پاکستان کې میشتې دغې ډلې سره هیڅ ډول کاروبار نه کوي او په امریکا کې به ددغې ډلې ممکنه شتمني ضبط سي .

په واشنګټن کې د جګړې د مطالعاتو د څیړنېز مرکز څخه د حقاني د شکبې ماهر جیفري ډریسلر وايي چې دغه ډله مخ پر غېښتلي کېدو ده.هغه داسي وايي،، د اوس څخه پنځه او لس کاله وروسته به مونږ د طالبانو په هکله نه بلکې د حقاني د شبکې په هکله به خبري کوو،،

د حقاني شبکه چې د طالبانو په پرتله په تشکیل کښي کوچنۍ ده، د پاکستان د شمالي وزیرستان په سیمه کې میشته ده او ویل کېږي چې په افغانستان کې یې په څو بریدونو کې لاس درلودی.

د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان الن د امریکا پر سفارت او د ناټو پر عمومي قوماندانۍ باندي د تیرکال د سپتمبر د میاشتې د بریدونو پړه پر دغه شبکې باندي ورواچوله. دغه راز پر دې شبکې باندي د وردګو په ولایت کې پر امریکايي اډې باندي د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر د بریدونو پړه هم اچول کېږي چې په کښي ۷۷ امریکايي سرتیري ټپيان شول.

همداشان په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر د حقاني پر شبکې باندي تور ولګوی چې د اپریل د میاشتې په همږغي شویو بریدونو کې یې لاس درلودی چې په کابل او درو نورو ولایتونو کې یې ټولټال ۵۱ کسان ووژل.

سره له دې چې طالبانو د یادشویو بریدونو پړه په غاړه واخیسته خو راین کرار وايي چې په طالبانو کې دومره زور نسته چې دغه راز بریدونه وکړي. دا کار د حقاني د شبکې وو.

امریکايي چارواکي وايي چې د حقاني شبکه د ۲ زرو نه نیولې تر ۴ زرو پوری جنګیالي لري. په داسي حال کې چې دوي په دې باور دي چې دغه شبکه پر امریکا باندي د برید کومه طرح نلري، دوي فکر کوي چې یادشوې شبکه د القاعدې او نورو ډلو یاغیانو ته پناه ورکړې ده.
ګانګرس ویلي چې کلینټن دي د حقاني شبکې په هکله ریپوټ وړاندې کړي چې آیا دغه شبکه په تور لست کې واچول شي کنه؟

په واشنګټن کې د جګړې د مطالعاتو د څیړنېز مرکز څخه د حقاني د شکبې ماهر جیفري ډریسلر داسي وايي:،،د ترهګرو په لست کې د حقاني د شبکې شامیلېدل به امریکا ته ډیر امکانات په لاس کې ورکړي چې په کښي مالي بندیزونه هم شامل دي. امریکا به وشي کړای چې د نړۍ په هرې برخې کې د حقاني د شبکې پر کاروبارونو باندې بندیزونه ولګوي او دا یوه تجارتي شبکه ده. دوي ترهګر دي خو په جایدادونو او ترانسپورټي برخو کې یې پانګه اچونې هم کړي دي.،،

د یادونې وړ ده چې د ځینو سره داسي اندېښنې هم موجودې دي چې د امریکا دا وروستی اقدام به په افغانستان کې هغه هلې ځلې کمزورې کړي چې غواړي د طالبانو سره د سولې خبري وشي.

ډریسلر بیا داسي وايي: ،،زه فکر کوم چې ښايي ځیني اندېښې راوپاروي ځکه ښايي د دې ونه وروسته امریکا په یو لړ اقداماتو لاس پوري کړي او د بهرني ترهګر سازمان پر ضد اقدام وکړي چې دا کار به د پاکستان پر پوځ باندي مالي او نورې اغیزې وکړي.،،

د یادونې وړ ده چې د امریکا متحده ایالات پر پاکستان باندي فشار راولي چې په شمالي وزیرستان کې د دغې ډلې پرضد عملیات وکړي، خو د پاکستان پوځ وايي چې قواووې یې اوس هم په قبایلي سیمو کې تیتې دي او نسي کولای چې بله جبهه پرانیزي.تیره اونۍ امریکايي او پاکستاني چارواکو دا تایید کړه چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د حقاني شبکې د ورځنیزو عملیاتو آمر بدرالدین حقاني وژل شوی دی.
XS
SM
MD
LG