د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکرایني کډوالو شمېر له دوه میلیونو واوښت 


د نورو هېوادونو په پرتله پولنډ ته د اوکراین ډېر خلک کډوال شوي
د نورو هېوادونو په پرتله پولنډ ته د اوکراین ډېر خلک کډوال شوي

د ملګرو ملتونو د تازه معلوماتو په اساس د فبرورۍ ۲۴مې نېټې، په اوکراین د روسیې د یرغل راهیسې، څه باندې ۲.۱ میلیون (۲۰۱۱۳۱۲) اوکراینیان کډوال او بېځایه شوي دي.

دا ارقام نن سه شنبه مارچ اتمه (سلواغه ۱۷) د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د ویبسایټ په هغې برخې کې خپاره شوي چې د اوکراین د کډوالو لپاره ځانګړې شوې ده.

ملګري ملتونه اندېښنه لري چې د روسیې د بریدونو په زیاتېدو او روسي ځواکونو په پرمختګ سره به د اوکرایني کډوالو شمېر نور هم زیات شي. تر برید مخکې د اوکراین د حکومت تر کنترول لاندې سیمو کې څه باندې ۳۷ میلیون خلکو ژوند کاوه.

د کډوالو نړیوال سازمان وايي‌ چې له اوکراین څخه د وتلیو کډوالو په منځ کې ۱۰۳۰۰۰ خلک د نورو هېوادونو اتباع دي. د دغه سازمان ویاند پاول دیلون همدغه راز وویل چې لسګونه زره نور خلک په اوکراین کې دننه بېځایه او ایسار دي چې زرګونه بهرني زده کوونکي او کارکوونکي پکې شامل دي.

نوموړي‌ ویل چې له «ایربي ان بي- Airbnb» سره ګډ کار کوي چې بېځایه شويو خلکو ته په موقت ډول سرپناه او د اوسېدو ځایونه برابر کړي.

هغه وايي‌ تر دې دمه ۲۶۰۰۰ خلکو نوملیکنه کړې ده چې بېځایه شویو ته ځای ورکړي. ایربي ان بي انلاین تجارتي شرکت دی چې سیلانیانو، ګرځندویانو او دا ډول نورو خلکو ته د کورونو او استوګنې د سیمو په موندلو کې مرسته او کار کوي.

کومو هېوادونو کې څومره اوکراینیان کډوال شوي

پولنډ

له اوکراین څخه د ټولو بېځایه شویو نیمایي برخه تر دې دمه په پولنډ کې اوسېږي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي‌ چې تر تېرې ورځې پورې ۱۲۰۴۴۰۳ اوکراینیان پولنډ ته تللي دي. په پولنډ کې حکومت کډوالو ته د ښه راغلاست مرکزونه او خیریه څانګې پرانیستي دي.‌

پولنډ یو قانون تصویب کړ چې اوکرایني کډوالو ته په هغه هېواد کې د ۱۸ میاشتو د اوسېدو اجازه ورکوي ‌او همدغه راز کولای شي چې د ۱۸ نورو میاشتو لپاره د اوسېدو اسناد تمدید کړي. په دې سربېره، اوکراینیان په پولنډ کې کار او تعلیم هم کولای او روغتیایي خدمتونه هم ترلاسه کولای شي.

ملګري‌ ملتونه وايي چې څه باندې ۲۱۰زره اوکراینیان د اروپا نورو هېوادونو کډوال شوي دي.

هنګري

تر دې دمه ۱۹۱۳۴۸ اوکرایني کډوال په هنګري کې مېشت شوي دي.‌ دا د بېځایه شویو خلکو لسمه برخه جوړوي او دا شمېره ورځ په ورځ زیاتېږي.

هنګري له اوکراین سره پنځه سرحدونه او سرحدي ښارګوټي لري چې اوس په کې د استوګني ودانۍ د کډوالو په تمځایونو بدلې شوي دي.

سلواکیا

سلواکیا ته بیا تر دې دمه ۱۴۰۷۴۵ اوکرایني کډوال اوښتي‌ دي. دا هېواد هم له اوکراین سره یو لنډ سرحد لري.

روسیه

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي چې ۹۹۳۰۰ اوکرایني کډوال بیا روسیې ته اوښتي دي. روسیه له اوکراین سره لوی سرحد لري.

په دې سربېره، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په وینا ۹۶۰۰۰ نور خلک د اوکراین د بیلتون غوښتونکو دونتڅک او لوهانسک له سیمو څخه روسیې ته اوښتي دي. دوی په اوکراین کې د روسیې تر یرغل مخکې د فبرورۍ د ۱۸ او ۲۳ ترمنځ نېټو کې روسیې ته کډوال شوي ‌دي.

مالدوا

په مالدوفوا کې بیا د اوکرایني کډوالو شمېر تر دې دمه ۸۲۷۶۲ ته رسېږي. دا شمېره د یکشنبې په ورځ ناوخته خپره شوې ده او شاید له دې نېټې وروسته نور کډوال هم هغه هېواد ته اوښتي وي.‌

رومانیا

رومانیا تر دې دمه د ۸۲۰۶۲ اوکرایني کډوالو کوربنه ده. دا شمېره هم د یکشنبې په ورځ ناوخته خپره شوې ده او لا تازه ارقام نشته. په دغه هېواد کې کډوالو ته دوه کمپونه پرانیستل شوي‌ دي.

بیلاروس

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې ۴۵۳ اوکراینیان بیا بلاروس ته هم کډوال شوي دي.

ملګرو ملتونو د اوکرایني کډوالو سره د بشري مرستو لپاره د څه باندې یو میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده. نن سه شنبه په اوکراین باندې د روسیې د یرغل دیارلسمه ورځ ده.

XS
SM
MD
LG