د لاس رسي وړ اتصالات

کاملا هریس د مونیخ غونډې ته ځي او اوکراین سره به د امریکا دوامدار ملاتړ څرګندوي


د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس
د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس

د متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیاله کاملا هریس د همدې روانې فبروري د میاشتې په نیمایي کې د مونیخ په کلنۍ امنیتي غونډې کې د ګډون لپاره جرمني ته ځي.

د میرمن هریس د دفتر لخوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې هغه به د فبروري د ۱۶مې نه تر ۱۹ مې پورې په جرمني کې وي.

ټاکل شوې چې د مونیخ په ۵۹ مې امنیتي غونډې کې د نړۍ مشران پداسې حال کې برخه واخلي چې په اوکراین د روسیې یرغل نږدې یو کال پوره کیږي.

د جمهور رئیس د مرستیالې د دفتر په اعلامیې کې ویل شوي چې کاملا هریس به په غونډې کې وینا وکړي او د بهرنیو هیوادونو د مشرانو سره به هم وګوري.

په اعلامیې کې راغلي چې په غونډې کې د کاملا هریس ګډون د اوکراین سره د متحده ایالاتو دوامدار ملاتړ څرګندوي.

لا معلومه نده چې د مونیخ په امنیتي غونډې کې به د نړۍ مشران په کومې موضوع خبرې وکړي خو اټکل دا دی چې د اوکراین سره نظامي ملاتړ به ښایي ددې غونډې د بحث مهمه موضوع وي.

متحده ایالاتو جمعه فبروري ۳ د اوکراین سره د ۲.۲ ملیارد ډالرو په ارزښت د نویو نظامي مرستو اعلان وکړ چې د دفاع وزارت یا پنټاګان ویلي داسې لانچرونه هم پکې شته چې بمونه او توغندي په دقیقه توګه واوري او خپل هدف ولي.

پنټګان ویلي چې دا سیستمونه به د روسي ځواکونو په نښه کولو لپاره د اوکرایني ځواکونو د برید کولو کچه دوه برابره کړي.

د (GLSDB) په نامه دا واړه بمونه چې د ځمکې څخه واریږي او تر ۱۵۰ کیلو مټرو پورې هوا ته پورته کیږي چې د جنګي کرښې لیرې هم کولای شي د روسي ځواکونو اکمالاتي لارې، د وسلو ډیپوګان او هوایي اډې په نښه کړي.

دغه توغندي اوکرایني ځواکونو ته په راتلونکې کې دا توان ورکولی شي چې آن د دنباس، زاپوریژیا او خیرسون قبضه شویو سیمو او همدارنګه د کرایمیه ځینو برخو کې روسي اهداف وولي.

خو د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي ښایي څو میاشتې وخت ونیسي چې دا توغندي کیف ته ورکړل شي ځکه چې په تولید، قرارداد او استولو یې ډیر وخت لګول کیږي. پنټاګان دا ندي ویلي چې اوکراین ته به څومره دا ډول توغندي او لانچرونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG