د لاس رسي وړ اتصالات

ناروې له اوکراین سره د ۷ میلیارد ډالرو مرستو وړاندیز وکړ 


د ناروې صدراعظم
د ناروې صدراعظم

د ناروې صدراعظم یوناس ګهر سټویر نن دوشنبه فبروري شپږمه (سلواغه۱۷) له اوکراین سره د ۷ میلیارد ډالرو د مرستو کولو وړاندیز وکړ.

صدراعظم سټویر د سیاسي اپوزیسیون له مشرانو سره تر ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل چې دا مرستې به په پنځو کلونو کې اوکراین ته انتقالېږي او په خبره یې د ناروې حکومت به له نورو جنګ ځپلیو هېوادونو سره هم اضافي مرستې کوي.

هغه وویل: «موږ دا پېشنهاد کوو چې ناروې له اوکراین سره الزامي او دوامداره همکاري وکړي.» د ناروې پارلمان باید دا پېشنهاد تائید کړي.

«فایننشل ټایمز» راپور ورکړی دی چې ممکن د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي همدا اونۍ اروپا ته سفر او د اروپا پارلمان ته وینا وکړي.

د اروپايي ټولنې ځینې لوړ پوړي مقامات تېره اونۍ اوکراین ته تللي وو او له زیلیسنکي او نورو مقاماتو سره یې د روسیې د یرغل په مقابل کې د اروپايي ټولنې د مرستو او په دې ټولنې کې د اوکراین د غړیتوب د غوښتنې په اړه خبرې وکړې.

روسیې د ۲۰۲۱ د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین یرغل پیل کړی او له هاغه راهېسې ولسمشر زیلینسکي یو ځل له اوکراین څخه د باندې رسمي سفر کړی دی. هغه تېرکال د امریکا متحدو ایالتونو ته راغلی و.

په همدې حال کې د اوکراین د دفاع وزارت وايي چې روسیه یو بل لوی یرغل ته چمتوالی نیسي. د اوکراین د دفاع وزیر اولیکسي رزنیکوف وویل چې ممکن د جګړې د یو کال په پوره کېدو سره روسیه په اوکراین باندې سمبولیک بریدونه وکړي.

هغه وویل چې له پوځي لحاظه دا کار معقول نه دی او نه هم د هغه په وینا د روسیې ټول امکانات برابر دي خو «هغوی یې په هر حال کې» کوي.

د دفاع وزیر وویل چې روسیې دا مهال په بلاروس کې ۱۲۰۰۰ سرتېري مېشت کړي او په خبره یې دا دومره ډېر نه دي چې د اوکراین په شمال باندې بریدونه وکړي.

امریکا، اروپايي ټولنې او متحدینو یې په اوکراین باندې د روسیې یرغل غندلی دی او د یرغل له پیل راهېسې یې له اوکراین سره میلیاردونه پوځي او بشري مرستې کړي چې د مسکو په ضد روانه جګړه وګټي.

د دغه راپور ځینې معلومات د رویټرز، اسوشتډپرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG