د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي ټولنې مشران اوکراین ته تللي چې د روسیې مقابل جګړې کې د همکارۍ ډاډ ورکړي


د اروپايي ټولنې او اوکراین بیرغونه
د اروپايي ټولنې او اوکراین بیرغونه

په داسې حال کې چې په اوکراین کې د نجات ډلې د روسیې په توغندیو د تازه وېشتل شویو ودانیو له کنډوالو څخه خلک راوباسي، د اروپايي ټولنې یو لوړ پوړی پلاوی اوکراین ته رسېدلی چې د مسکو په مقابل جګړې کې د همکارۍ ډاډ ورکړي.

د اوکراین مقامات وايي چې د جمعې د ورځې تر غونډې مخکې به ولسمشر ولادمیر زیلیسنکي د اروپايي ټولنې د کمېسیون له مشرې اورسلا وان دیر لاین او د دغې ټولنې د بهرنیو اړیکو له مشر جوزیپ بوریل سره ملاقات وکړي.

جوزیپ په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې کیف ته یې د سفر لوی هدف دا دی چې «د خپل هېواد ټولو مدافعینو اوکراینیانو ته د اروپايي‌ ټولنې د همکارۍ قوي پیغام انتقال» کړي.

د اروپايي ټولنې دغه مسئول ویلي‌ چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پيل راهېسې له دغه هېواد سره تر دې دمه د دې ټولنې مرستې ۵۰ میلیارد یورو [۵۵ میلیارد ډالر] ته رسېدلي‌ دي.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «اروپا له اولې ورځې څخه له اوکراین سره متحده ودرېدله او بیا به هم له تاسو سره ولاړه وي چې [جګړه] وګټئ او [اوکراین] بیا ورغوئ. »

د روسیې له یرغل راوروسته دا کیف ته د وان دور لاین څلورم سفر دی. د اروپايي ټولنې او اوکراین د مشرانو وروستۍ غونډه د ۲۰۲۱ د اکتوبر په میاشت کې شوې وه.

د جمعې د غونډې په اجنډا کې به د اداري فساد سره مبارزه او په اروپايي ټولنې کې د اوکراین د شاملېدو په مسئلې هم خبرې کېږي. د اداري‌ فساد ختمول اروپايي‌ ټولنې کې د اوکراین د شمولیت کلیدي شرط بلل کېږي.

وان دور لاین په خپل ټویټ کې لیکلي دي: «موږ دلته یو ځای یو چې وښایو اروپايی ټولنه د تل په څېر د اوکراین تر څنګ کلکه ولاړه ده. او خپله هکاري او مرسته زیاته کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر زیلینسکي تېره ورځ هم د اداري فساد په ضد یو لړ اقدامات کړي او تر دې دمه یې څو مشران د فساد په تور له واکه لېرې کړي دي. زیلینسکي په ۲۰۱۹ کې وټاکل شو او یو عمده شعار یې دا و چې فساد به ختموي.

په اوکراین کې داسې مهال د فساد سره د مبارزې خبرې ګرمې شوې چې د لویدیځ ایتلافیان یې غواړي میلیاردونه نور ډالر هم د روسیې په مقابل جګړې کې اوکراین ته ورکړي. د اوکراین حکومت هم د فساد سره د مبارزې لپاره ځینې اصلاحات اعلان کړي‌ دي.

اوکراین له امریکا او اروپايی ټولنې څخه د نورو مرستو تر څنګ پوځي مرستې غواړي‌ او په دغو مرستو کې ټانګونه او الوتکې هم غواړي. جرمني او امریکا ویلي دي چې پوځي ټانګونه به ورکوي خو امریکا د اوکراین د جنګي جټ الوتکو غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی دی.

روسیې له اوکراین سره د امریکا او اروپايي ټولنې مرستې غندلې او ګواښ یې کړی دی چې د دوی نوي ټانګونه به هم د نورو په څېر «وسوځول شي».

XS
SM
MD
LG