د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې سازمان: پاکستان دې حیات پریغل خوشی کړي


L
L

د بخښنې نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې د پاکستان په حکومت غږ کړیدی چې د بشري حقونو فعال حیات پریغل دې سمدستي خوشی کړي.

د بښخنې نړیوال سازمان په اعلامیې کې لیکلي چې حیات پریغل د خپل اساسي حق د بیان د ازادۍ نه د استفادې په جرم نیول شویدی.

د پاکستان حکومت حیات پریغل په خپل فیس بک د فعالیتونو له کبله نیولی دی او څو میاشتې کیږي چې هغه تروسه بندي دی.

حیات پریغل چې د پښتون تحفظ تحریک یو فعاله ملاتړ کونکی و، په خپل فیس بک به یې د پاکستان د پښتنو د اساسي حقونو لپاره مبارزه کوله.

د پښتون تحریک یو اساس ایښودونکي مشر محسن داوړ چې په واشنگټن کې یې د اشنا راډیو سره ځانگړې مرکه وکړه، وویل چې د پښتون تحریک مشران د هغه د خوشي کیدو لپاره مبارزه کوي او هیله لري چې د پاکستان حکومت به هغه ډیر ژر خوشی کړي. محسن داوړ وویل " مونږ د حیات پریغل دوسیه څارو، مونږ کوښښ کوو چې هغه ډیر ژر ازاد شي. د پاکستان حکومت چې د پریغل قضیه څومره ځنډولې شوه، هغومره یې وځنډوله خو اوس یې نور نشي بندي ساتلی."

حیات پریغل چې د ډیره اسماعیل خان اوسیدونکی دی، د پاکستان پولیسو د جولایي د میاشتې په ٥ نیټه هغه وخت ونیوه چې هغه د عربي اماراتو نه د خپلې کورنۍ سره د رخصتیو د تیرولو لپاره راغلی و.

د پاکستان ادارو په هغه باندی په ټولنیزو رسنیو د ملک ضد د فعالیتونو تور لگولی دی. د پښتون تح‏ریک مشر منظور پښتین په هغه لگیدلې تورونه رد کړیدي او د پریغل د خوشې کولو لپاره څو وارې د مظاهرو غږ کړیدی.

د یادونې وړ ده چې د پښتون تحفظ تحریک په ځینو غړو چې پکې محسن داوړ، منظور پښتین او علي وزیر هم شامل دی، د پاکستان حکومت کیسونه ثبت کړیدي او حتی د منظور پښتین د نیولو امر یې هم کړی و.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG