د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بګرام پر اډې د برید مسولیت واخیست


په دغه برید کې بګرام پوځي اډې ته نژدې کورونه هم زیانمن شوي
په دغه برید کې بګرام پوځي اډې ته نژدې کورونه هم زیانمن شوي

د پروان سیمه ییز چارواکي وايي د چهارشنبې په سهار (دسمبر۱۱) پر بګرام پوځي اډې موټر بم او وسله وال برید شوی دی.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي امریکا غږ ته وویل چې په دغه موټر بم او وسله والو برید کې څه باندې ۸۰ ټپیان شوي او یوه مېرمنه وژل شوې ده.​

له دغو برید څو ساعته مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دا برید په کلکه وغنده.

نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي، چې د درملنې په هدف د پروان ولایت روغتون ته انتقال شوي دي. هغه زیاته کړه، چې یاد کسان د ښيښو او کړکیو ماتېدو له امله ټپیان شوي دي.

سله وال طالبان ادعا کوي چې برید هغوی کړی دی.

د والي ویاندې وحیده شهکار امریکا غږ ته وویل چې لومړی په سیمه کې د کوریاییانو د غیر فعال روغتون مخې ته موټر بم برید شوی او ورورسته څو تنو وسله والو د دغه روغتون له ودانۍ څخه پر بګرام پوځي اډې وسله وال برید کړی دی.

هغې وویل چې سیمه د بهرنیو ځواکونو لخوا کلابنده شوې. د بګرام ولسوال وویل چاودنه ډېره قوي او له امله یې بګرام پوځي اډې ته نژدې سلګونه کورونه تخریب شوي دي. هغه وویل چې کېدایشي د وسله والو بریدګرو شمېر لس تنه وي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت ویاند ډګروال سوني لګیټ امریکا غږ ته وویل چې وسله والو دغه برید پر یو رغتون کړی او بهرنیو سرتېرو ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

د دغه روغتون امنیتي چارې په بګرام پوځي اډه کې د مېشتتو بهرنیو ځواکونو لخوا پر مخ وړل کېدلې.

نوموړي زیاته کړه چې بهرنیو او افغان ځواکونو د بګرام پوځي اډې امنیت نیولی او پر دغه پوځي مرکز یې د وسله والو برید دفعه کړی دی.

بګرام پوځي اډه په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو تر ټولو لوی او مهم خوندي مرکز دی.

د تېرې نومبر میاشتې پر۲۸مه د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ هم افغانستان ته په یو ناعلان شوي سفر په دغه پوځي اډه کې له مېشتو بهرنیو ځواکونو، افغان ولسمشر او یو شمېر منسوبینو سره وکتله.

پر یاد مرکز دغه برید پر داسې مهال کېږي، چې روانه اونۍ په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې، تر درې میاشتنې وقفې وروسته بیا پیل شوې.

د امریکا ولسمشر دغه خبرې په تېره سپټمبر میاشت کې په کابل ښار کې د طالبانو د یو موټر بم برید په غبرګون کې چې د یو امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ افغان وګړي یې ووژل لغوه کړي وې.

XS
SM
MD
LG