د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اردن سیند لویدیځه څنډه کې د اسرائیلي ښارګوټو په اړه موقف بدلوي


اسرائیل وايي ښارګوټو ته ملکي وګړي لیږدول شوي ندي
اسرائیل وايي ښارګوټو ته ملکي وګړي لیږدول شوي ندي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایې چې د اردن سیند په لویدیځه څنډه کې د اسرائیلي میشت ځایونو جوړول له نړېوالو قوانینو سره په ټکر کې نه دي.

هغه وویل هیواد یې د ۱۹۷۸ کال هغه حقوقي نظریه یې ردوي چې د نړیوالو قوانینو له مخې یې د فلسطین په نیول شوې خاوره کې د استوګنې د ښارګوټو جوړول غیر قانوني بللي دي.

پمپیو وویل، د امریکا حکومتونو په تیرو لسیزو کې خپل موقف بدل کړی او د ټرمپ حکومت اوس د اوباما د حکومت له تګلارې فاصله اخلي.

نوموړي وویل له دې وروسته به دا نظریه نه تعقیبوي.

د امریکا هیڅ یوه جمهور رئیس دا پالیسي بدله نکړه خو ټول ښارګوټي یې غیر قانوني هم ونه بلل او دا یې په منځني ختیځ کې د سولې په وړاندې خنډ وبلل.

غبرګونونه:

د امریکا د جمهوري ریاست دیموکرات کاندید برني سندرز ټویټ کړی او په نیول شوې خاوره کې یې اسرایلي ښارګوټي غیر قانوني بللي دي او ویلي یې دي د امریکا جمهور رئیس په خپل افراطي بنیاد په اتکا سره دیپلوماسي کمزورې کوي.

اروپايي ټولنې د یوې بیانې په خپرولو سره ټینګار کړی چې د بیت المقدس د ختیځ په ګډون د فلسطین په نیول شوې خاوره کې ټول ښارګوټي د نړیوالو قوانینو له مخې غیر قانوني دي.

دې ټولنې له اسرایلو غوښتي دي چې د یوه اشغالګر قدرت په توګه د خپلو تعهداتو پر اساس د ښارګوټو د جوړیدو ټول فعالیتونه پای ته ورسوي.

نړیواله ټولنه په پراخ ډول د فلسطین په نیول شوې خاوره کې د اسرایلي ښارګوټو جوړول غیر قانوني او د ژینف د څلورم کنوانسیون د هغه مادې څخه سرغړونه بولي چې اشغالګر ځواک ته اجازه نه ورکوي نیول شویو سیمو ته خپل وګړي انتقال کړي.

د منځني ختیځ د مشکل په هواري کې د امریکا هڅه

وروسته له هغه چې ډانلډ ټرمپ بیت المقدس د اسرایلو د مرکز په توګه په رسمیت وپیژانده د فلسطین مشرانو د امریکا هر ډول منځګړیتوب رد کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي هیواد یې په منځني ختیځ کې د سولې رامنځ ته کیدو ته قوي تعهد لري.

فلسطینیان د بیت المقدس ختیځ د خپل راتلونکي هیواد د مرکز په توګه غواړي او د ټرمپ د منځني ختیځ سیاستونه جانبدارانه او د اسرایلو په ګټه بولي.

اسرایل ادعا کوي چې نړیوالو قوانینو څخه یې سرغړونه نده کړې ځکه اسرایلي وګړي ښارګوټو ته انتقال شوي ندي.

جمهور رئیس ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې بیت المقدس د اسرایلو د مرکز په توګه په رسمیت وپيژانده.

XS
SM
MD
LG