د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د منځني ختیځ د سولې په اړه خپل پلان پټ ساتلی


د سپینې ماڼۍ سلاکار جیرډ کشنر
د سپینې ماڼۍ سلاکار جیرډ کشنر

ولسمشر دونالډ ټرمپ د منځني ختیځ د سولې په اړه خپل پلان په سپینې ماڼۍ کې پټ ساتلی دی.

د سپینې ماڼۍ په اړه عام تصور دا دی چې هلته یوه خبره د ډیر وخت لپاره پټه نه شي ساتل کیدی خو د ولسمشر ټرمپ د منځني ختیځ د سولې په اړه پلان پکې تر اوسه پټ ساتل شویدی.

دغه پلان د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ سلاکارانو جیرډ کشنر او جیسن گرین بیلټ طرحه کړیدی.

داسې ویل کیږي چې ولسمشر ټرمپ به د منځني ختیځ د سولې پلان هغه وخت عام محضر کې اعلان کړي چې بنجمن نتن یاهو په انتخاباتو کې بریالی شي.

د امریکا یو لوړپوړي چارواکي وویل چې د ولسمشر سلاکاران په دغه پلان د تیرو دوو کلونو راهیسې کار کوي او ځکه یې پټ ساتلی دی چې خلک ورته په لوی زړه نظر وکړي.

د اسرایلو په انتخاباتو کې د لمړیو نتایجو مطابق بنجمن نتنیاهو د پنځم ځل لپاره گټونکی دی.

بنجمن نتن یاهو د انتخاباتو نه مخکې اعلان کړی و چې که هغه وگټي نو هغه سیمې چې یهودان پکې میشت دي، به د اسرایلو سره یوځاې کړي.

ولسمشر ټرمپ په ٢٠١٧ کال کې اعلان کړی و چې بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توگه پیژني او دغه پریکړې یوې خوا ته نتنیاهو خوشحاله کړی نو بلې خوا ته یې فلسطینیان ناراضه کړې.

همدغه راز ولسمشر ټرمپ د جولن د غونډیو په اړه ویلي و چې دغه سیمې د اسرایلو د ملکیت په توگه پیژني چې د کارپوهانو په وینا دغه اعلان بنجمن نتینیاهو ته گټه ورسوله،

XS
SM
MD
LG