د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پورونه د لومړي ځل لپاره له ۳۰ تریلیون‌ ډالرو واوښتل


د امریکا مالیې وزارت روانه اوونۍ راپور ورکړ چې ددغه هیواد پورونه په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له ۳۰ تریلیون ډالرو څخه پورته شول.

دا رقم د امریکا د کلني ۱۳۰ سلنه ناخالص عاید سره برابر دی او په دې سره امریکا په نړۍ کې په تر ټولو پوروړي هیواد بدله شوې ده.

د متحده ایالتونو پورونه د لسیزو راهیسې د جګیدو په حال کې دي خو له کرونا ویروس سره د امریکا د حکومت مبارزې چې له مخې یې ددغه هیواد اقتصاد ته نغدي پیسې داخلې شوې، دا پروسه نوره هم ګړندۍ شوه.

په ۲۰۱۹ کال کې د کرونا له ساري ناروغۍ مخکې، د امریکا پورونه ۲۲.۷ تریلیون ډالره وو. یو کال وروسته په دې شمیر پنځه تریلیون ډالره زیات شول او ۲۷.۷ تریلیون ډالرو ته ورسیدل.

له هغه وروسته د یاد هیواد په پورونو کې دوه تریلیون ډالره نور هم زیات شول چې په مجموع کې ۳۰ تریلیون ډالرو ته روسیدل.

د یوې بودیجې لپاره د فدرال کمیټې د پالیسۍ مرستیال مارک ګولډیون چې یو غیر حزبي او انتفاعي سازمان دی وایي چې د ۳۰ تریلیون ډالرو پورونه ددې ښکارندويي کوي چې امریکا په کومه کچه په نړۍ کې پوروړې ده هغه پورونه چې په راتلونکې یوې لسیزه کې به نور هم دیر شي.

پر دې سربیره ښاغلي ګولډوین زیاته کړه، په امریکا کې د تیرو ۴۰ کلونو راهیسې پاړسوب په خپله لوړه سطحه کې دی او هیڅ داسې نښه نشته چې وښیي پورونه کمیږي.

د امریکا مالیې وزارت ویلي دي چې امریکا دا پورونه د خپلو فدرالي حکومت په ګډون له مختلفو پور ورکوونکو اخیستي دي چې ۶.۵ میلیون ډالره خپله د حکومت له منځ څخه د پور په شکل اخیستل شوي دي.

د امریکا د مالیې وزارت د راپور پر اساس، بهرنیو حکومتونو د امریکا لپاره ۷.۷ تریلیون ډالره پور برابر کړی چې په نړۍ کې بل هیڅ هیواد د امریکا له پنځه سلنه پور څخه ډیر دیر پوروړی ندی.

د وروستیو شمیرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال تر نومبر میاشتې پورې، جاپان ۱.۳ تریلیون ډالر، چین ۱.۱ تریلیون ډالر او بریټانیا امریکا ته ۶۲۲ میلیارده ډالره پور ورکړی دی.

ددغو پورونو د سود ورکړه د امریکا د پورونو د زیاتیدو یو عمده دلیل ګڼل کیږي.

امریکا یوازې په ۲۰۲۱ کال کې ددغه پور ۵۶۲ میلیارده ډالره سود ورکړی دی. دا رقم د امریکا د مالیې، روغتیا او دفاع وزارتونو پرته د امریکا د فدرالي حکومت د هرې ادارې تر کلنۍ بودیجې زیات دی.

XS
SM
MD
LG