د لاس رسي وړ اتصالات

د چک جمهوریت پوهانو د انسان د سږو د درملنۍ ماډل جوړ کړ


د چک جمهوریت د برنو ولایت د تکنالوژۍ د پوهنتون یو څیړونکی د سږو د نوي ماډل د ازمایلو په حال کې
د چک جمهوریت د برنو ولایت د تکنالوژۍ د پوهنتون یو څیړونکی د سږو د نوي ماډل د ازمایلو په حال کې

د چک جمهوریت پوهانو د انسان د سږو د فعالیت یو ماډل جوړ کړی چې کیدای شي د سختو تنفسي ناروغیو لکه استما یا ساه لنډۍ د ستونزو په راکمولو او درملنه کې ترې کار واخیستل شي.

د چک جمهوریت د برنو ولایت د تکنالوژۍ د پوهنتون څیړنیزې ډلې ویلي دي چې د سږي دغه میخانیکي او کمپیوتري ماډل په دې خاطر د درملنۍ لارې چارې پوره اسانوي چې هغه د هر ناروغ د مشکل او اړتیا سره سم اعیار کیدای شي.

ددغه ماډل د کارپوهانو په اند دغه نوی طبي ماډل همداشان د انشاقي درملو د پرمختیا د یو ماخذ په توگه استعمالیدای شي.

ددې څیړنې سرمحقیق میروسلاو جیچا د رویترز اژانس ته ویلي دي چې دغه ماډل ډاکترانو ته د سږو هغه برخه ورښکاره کوي چې درمل باید په هغه ځای کې جمع شي او تاثیر وکړي.

څیړونکي تمه لري دغه ماډل ته چې د درې بعدي [تري ډي] چاپولو د وسیلې او نورو تکنالوژیو نه په استفادې وده ورکړل شوې ده، په اروپا کې د سږو د ناروغیو د آزمایش لپاره په یو معیار بدل شي.

کارپوهان وایي د سږو د درملنۍ دغه نوی ماډل به د ساه لنډۍ د سختې ناروغۍ په درملنه کې له ډاکترانو سره زیاته مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG