د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو درییمه پېښه په کونړ کې ثبت شوې


د کونړ ولایت د شیګل د ولسوالۍ په شلتن کلي کې د تیرې میاشتې په سر کې هم یو ماشوم پولیو وهلی وو.
د کونړ ولایت د شیګل د ولسوالۍ په شلتن کلي کې د تیرې میاشتې په سر کې هم یو ماشوم پولیو وهلی وو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت رئیس سردارمحمد پرویر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دوی د پولیو دا پیښه د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ کې په هغه کلي کې ثبت کړې چې د روان عیسوي کال د مارچ په میاشت کې هم په کې یوماشوم پولیو وهلی وو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ددغه چارواکی پر وینا دا ځل پولیو د شیګل په یوه غرنۍ سیمه د شلتن په کلي کې یو ۱۳ میاشتنی هلک وهلی دی.

ډاکټر پرویز وویل" تېره ورځ له غرمې وروسته مونږ خبر ترلاسه کړ چې د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په شلتن کلي کې یو ۱۳ میاشتنی هلک ماشوم په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی دی. "

د عامې روغتیار ریاست د کتلوي معافیت رئیس، دا هم وویل چې تر اوسه د دغې پېښې جینیټکي راپور دوی ته نه دی رسیدلی، خو داسې معلومیزي چې په دې سیمې کې مخکې د ثبت شوي پېښې ته ورته ویروس به دا ماشوم هم وهلی وي.

د کونړ د شیګل ولسوالۍ د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې یوه نا ارامه سرحدي ولسوالۍ ده، چې د امنیتي ستونزو له امله د پولیو د ضد واکسینونو په کمپاینونو کې ډیر شمیر ماشومان د پولیو له واکسین څخه پاتې کیږي.

د کتلوي معافیت رئیس دا تاییدوي چې د شیګل ولسوالۍ کې ماشومانو ته په سمه توګه واکسین نه رسیږي.

ډاکټر پرویز وویل " په دې ولسوالۍ کې د پولیو واکسین هیڅ کمپاین تطبیق شوی نه دی، که شوی هم وي، نو په ډیر لږ شمیرکې ماشومان به واکسین شوي وي. "

ډاکټر پرویز وایي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شیګل ولسوالۍ په څیر په نورو نا امنو ولسوالیو کې د واکسین د تطبیق لپاره نوي پروګرامونه ترتیب کړي چې ژر به پلي شي.

هغه وویل، د واکسین د ځايي او ګرځنډه ټیمونوله لارې دا وزارت غواړي چې تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د لومړنیو مرستو تر څنګ د پولیو واکسین هم ورسوي.

دا د روان عیسوي کال د پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو درییمه مثتبه پېښه ده، چې دوه یې په کونړ او بله په هلمند ولایت کې ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG