د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې دپولیو درې نوې پیښې موندل شوي


تیرکال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۲۸ ته رسیدلی وو
تیرکال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۲۸ ته رسیدلی وو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د ننګرهار په دوه ناامنو ولسوالیو کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ درې نورې پیښې یې ثبت کړي دي چې ورسره سږکال په دغه هیواد کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر دوولسو ته رسیدلی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت د څانګې رئیس ډاکټر سردار محمد پرویز امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د پولیو دا تازه درې پیښې د ننګرهار د ولایت په دوه ناامنو ولسیوالیو اچین او شیرزادو کې ثبتې شوي دي.

ډاکټر سردار محمد پرویز وویل چې په دغو دوه ولسوالیو کې یو شمیر ماشومان د سږکال په پسرلي او دوبي کې د پولیو د واکسین له کمپاینونو څخه پاتې شوي وو.

ډاکټر پرویز وویل" دا لا معلومه نه چې د دغو دریو پولیو ځپلو ماشومانو څخه چې دوه یې هلکان او یوه یې انجلۍ ده د پولیو واکسین اخیستی وو او که نه".

ډاکټر سردار محمد پرویز وویل چې په دغو ولسوالیو کې د پولیو له واکسین څخه د ماشومانو د پاتې کیدو یو علت په دغو دواړو ولسوالیو کې ناامني ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ دغو ولسوالیو ته روغتیایي ټیمونه واستوي ترڅو د دغو پيښو په باب نورمعلومات ترلاسه شي.

د دغو تازه پیښو دمخه سږکال د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې د پولیو دوه نورې پیښې هم ثبتې شوې وې.

په افغانستان کې په روان کال کې د پولیو د پیښو شمیرتراوسه دوولسو ته رسیدلی دی.

د ننګرهار وروسته د پولیو زیاتې پیښې د فراه ولایت کې ثبت شوي دي.

په فراه کې څلور او په هرات، نیمروز او هلمند کې تراوسه یوه یوه د پولیو پیښه ثبته شوې ده.

تیرکال په ټول افغانستان کې د پولیو ۲۸ پیښې ثبتې شوې و

XS
SM
MD
LG