د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایچ او: افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کې د قابلو ونډه ډیره مهمه ده


د قابلو د نړیوالې ورځې سره هممهاله د روغتیا نړیوالې ادارې او ځینو نورو نړیوالو موسسو په افغانستان کې په لوړه کچه د میندو او ماشومانو په مړینه اندیښنه ښودلې او د میندو د مړینې د کچې په کمیدو کې یې د قابلو ونډه ډیره مهمه بللې ده.

د ایمرجنسي موسسه، چې په افغانستان کې د کابل په ګډون د درې روغتونونوله لارې د جګړو قربانیانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي د مۍ د پنځمې د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې اوس مهال په دغه هیواد کې د میندو د مړینې کچه ډیره لوړه ده.

ایمرجنسي ادارې په افغانستان کې ماشومانو د زیږیدو پر مهال د میندو د مړینې لوړې کچې ته په کتنې په دغه هیواد کې د قابلو له خوا روغتیايي خدمتونو وړاندې کول ډیر مهم ګڼلي دي.

ایمرجنسي اداره د ۱۹۹۴ میلادي کال راهیسې د نړۍ جنګ ځپلو هیوادونو کې د جګړو قربانیانو ته په وړیا ډول په ښه کیفیت د جراحۍ په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي.

دا اداره په کابل، پنجشیر او هلمند ولایتونو کې د دریو روغتونونو له لارې افغانستان کې هم خلکو ته د جراحۍ په برخه کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

دغې ادارې ټینګار کړی، چې د جګړې قربانیانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ په افغانستان کې قابلې د ایمرجنسي په روغتونونو کې سلګونو امیدواره میندو ته هم روغتیايي خدمتونه برابروي.

افغانستان کې د اوږدې جګړې له امله خلک په پراخه کچه روغتیايي بشري خدمتونو باندې متکي دي.

ملګروملتونو په دې وروستیو کې ویلي، چې ۹.۲۸ میلیونه خلک په لیرو پرتو سیمو کې د امیدوارۍ د روغتیايي خدمتونو په ګډون روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

ملګروملتونو خبرداری ورکړی، چې که چیرې افغانستان کې د میاندو روغتیا لپاره په فوري ‌او دوامدار ډول اقدامات ترسره نشي، تر دریو نورو کلنو به ممکن په زرګونو امیدواره میندې د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

ملګري ملتونه وايي، چې هره میاشت د افغانستان په لیرو پرتو کلیوالو سیمو کې شاوخوا ۲۴ زره میندې ماهرو قابلو او ښځینه نرسانو ته د لاس رسي پرته ماشومان زیږوي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د شمیرنو پر اساس افغانستان کې اوس مهال د هرو سلو زرو ماشومانو د زیږیدلو پر مهال ۶۳۸ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې دا شمیر په اسیايي هیوادونو کې د ماشومانو د زیږدنو پر مهال د میندو د مړینې ډیرزیات شمیر دی.

د روغتیا نړیوالې ادارې 'ډبلیو ایچ او' هم د شنبې په ورځ مۍ شپږم ( ثور۱۶) په افغانستان امیدوارو ښځو ته د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د قابلو ونډه ډیره مهمه ګڼلې او د میندو او ماشومانو په ژرغولو کې یې د قابلو د هڅو څخه مننه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ مۍ څلورم(ثور۱۴) ویلي، چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په ټول افغانستان کې ۳۷ زره قابلې موجودې وې، چې ددغې ډلې اوه زرو یې په دولتي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې او شاوخوا پنځه زرو نورو یې په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې کارکوه.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل خبریالانو ته ویلي، چې دغه وزارت په تیر یو نیم کال کې د نږدې شپږ نیم زرو نوو روغتیايي کارکوونکود ګمارلو بهیر پرمخ وړي، چې ددې ډلې پنځوس فیصده یې ښځې دي، چې قابلې او ښځینه نرسانې په کې شاملې دي.

په ورته وخت کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي، چې افغانستان کې د میاندو او ماشومانو د ژغورنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، چې اوس مهال د بامیان، هلمند او خوست په ولایتونو کې ددغه سازمان په روغتونونو کې په لسګونو قابلې کارکوي او میندو او ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه چمتو کوي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته دا هیواد د سخت اقتصادي او بشرین ناورین سره مخ شوی دی، چې ورسره د عامې روغتیتا سکټور هم ډیر زیامن شوی دی.

XS
SM
MD
LG