د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ نوي زیږیدلي ماشومان مري


د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې هره ورځ په اوسط ډول ۱۶۷ نوي زیږیدلي ماشومان مري، خو د طالبانو د حکومت روغتیايي چارواکو دغه احصایه رد کړې او هغه یې «بې اساسه» بللي ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۷ وویل چې دغه افغان ماشومان د داسې لاملونو په وجه مري چې مخنیوی یې کیدای شي.

دغه سازمان په یو ټویټ کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه په افغانستان کې د ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د ملاتړ له امله مننه کړې او لیکلي یې دي: "موږ باید د ژوند د ژغورلو او د میندو او ماشومانو د روغتیا د ښه والي لپاره ژر اقدام وکړو."

خو د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت ویاند شرف زمان خبریالانو ته په استولي پیغام کې د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا وړاندې شوې شمېرې بې بنسټه او له حقیقته لرې بللې دي.

هغه ادعا وکړه، چې په تېر يو نيم کال کې دغه وزارت د ميندو او ماشومانو د مړينې د مخنيوي، لکه د نويو روغتيايي مرکزونو د جوړولو او د هغوى لپاره د روغتيايي خدمتونو د معياري کولو په برخه کې کافي اقدامات کړي دي.

شرافت زمان زیاته کړه: "د روغتیا د نړیوال سازمان بې بنسټه راپور خپور کړی چې په افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ ماشومان مري. دا راپور بې بنسټه او له حقیقته لرې دی."


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند له ټولو ادارو غوښتي چې د راپورونو په خپرولو کې له دقت څخه کار واخلي او د بې اساسه راپورونو په خپرولو سره د افغانستان د خلکو ذهنونه ګډوډ نه کړي.

دا پداسې حال کې دي چې د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې افغانستان په اسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري چې په هرو۱۰۰زرو زیږونونو کې ۶۳۸ یې مري.

همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مخکې اندېښنه ښودلې وه چې د افغانستان په مرکزي سیمو کې له دوه میلیونو څخه زیاتې ښځې د امیندوارۍ دوامدارو خدمتونو ته اړتیا لري.

د افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د طالبانو له واکمن کیدو وروسته دا هیواد له سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخ شو او د نورو سکتورونو تر څنګ د هېواد روغتیايي سیستم هم کړکیچن شو.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد د اپرېل په اوومه "د ټولو لپاره د روغتیا د نړیوالې ورځې" په مناسبت وویل چې د افغانستان د لرو پرتو سیمو د اوسېدونکو لپاره د نویو روغتیايي مرکزونو جوړول، د تغذیې د سکټور بډایه کولو، د روغتیایی کارکونکو د ظرفیت د لوړولو او د معیاري وسایلو د ترلاسه کولو لپاره ډیرې هڅې د افغانستان د روغتیایی سیستم یو له لومړنیو اړتیاوو څخه دی.

XS
SM
MD
LG