د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: له دریو زرو زیاتې ښځې مو د روغتیا په سکټور کې ګمارلې دي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تیر شاوخوا یو نیم کال کې يې په افغانستان کې له دریو زروڅخه زیاتې ښځې د روغتیا د سکټور په بیلابیلو برخو کې په کار ګمارلې دي.

د عامې روغتیا وزات ویاند شرافت زمان امرخیل د پنجشنبې په ورځ مۍ څلورم(ثور۱۴) رسنیو ته په یو غږیز پیغام کې ویلي، چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په ټول افغانستان کې ۳۷ زره قابلې موجودې وې، چې ددغې ډلې اوه زرو یې په دولتي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې او شاوخوا پنځه زرو نورو یې په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې کارکوه.

ښاغلي امرخیل ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت ددغو روغتیايي کارکوونکو د زده کړو بهیر ارزولی او دا ورته معلومه شوې، چې په تیرو دوو لسیزو کې د قابلو او ښځینه نرسانواړتیاو ته په کتنې د زده کړو او استخدام په برخه کې ورته لازمه پاملرنه نه وه شوې.

ښاغلي امرخیل وویل:" د عامې روغتیا وزارت په تیر یو نیم کال کې د نږدې شپږ نیم زرو نوو روغتیايي کارکوونکود ګمارلو بهیر پرمخ یوړ، چې ددې ډلې پنځوس فیصده یې ښځې دي، چې قابلې او ښځینه نرسانې په کې شاملې دي".

د عامې روغتیا وزارت ویاند د ادعا له مخې د ښځینه نرسانو او قابلو د زده کړو او ظرفیت د لوړولو په برخه کې یې مختلف پروګرامونه پلي کړي، چې لا هم دا پروګرامونه دوام لري.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت دغه چارواکی وايي، چې په پام کې ده، چې د قابلو د مهارتونو اود زده کړو دوه کلنه دوره لومړی لیسانس او بیا د ماسترۍ ترکچې لوړه کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دا ادعا په داسې حال کې کړې، چې د طالبانو حکومت د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو کې نجونې له زده کړو منع کړي دي.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت څو ورځې وړاندې د "اګزیټ ازموینې" د داوطلبانو لپاره د تخصصي جراحۍ، عمومي داخلې او ستوماتولوژي په برخو کې یو نوملړ خپور کړ، خو په دې نوملړ کې د نسايي ولادي برخې ته ځای نه و ورکړل شوی.

همداشان دغو برخو کې یوازې نارینه داوطلبانو ته د ګډون خبر ورکړل شوی و.

افغانستان کې د ملګروملتونو د نفوس صندوق اندیښنه ښودلې، چې شاوخوا دوه میلیونه ښځې د دغه هیواد په مرکزي برخو کې د امیدوارۍ روغتیايي خدمتونو ته په دوامدارډول اړتیا لري.

همداشان ملګروملتونو ویلي، چې ۹.۲۸ میلیونه خلک په لیرو پرتو سیمو کې د امیدوارۍ د روغتیايي خدمتونو په ګډون روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

ملګروملتونو خبرداری ورکړی، چې که چیرې افغانستان کې د میاندو روغتیا لپاره په فوري ‌او دوامدار ډول اقدامات ترسره نشي، تر دریو نورو کلنو به ممکن په زرګونو امیدواره میندې د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

ملګري ملتونه وايي، چې هره میاشت د افغانستان په لیرو پرتو کلیوالو سیمو کې شاوخوا ۲۴ زره میندې ماهرو قابلو او ښځینه نرسانو ته د لاس رسي پرته ماشومان زیږوي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د شمیرنو پر اساس افغانستان کې اوس مهال د هرو سلو زرو ماشومانو د زیږیدلو پر مهال ۶۳۸ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې دا شمیر په اسیايي هیوادونو کې د ماشومانو د زیږدنو پر مهال د میندو د مړینې ډیرزیات شمیر دی.

په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د یوې خوا پر دغه هیواد د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوي او د بلې خوا د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت له خوا د افغانستان بانک نږدې لس ملیارده ډارو شتمني کنګل شوې، چې ورسره دا هیواد د سخت اقتصادي بحران سره مخ شوی دی. ملګروملتونو انکشافي ادارې " یو این ډي پي" د یو وروستي راپور له مخې اوس مهال په افغانستان کې د هغو افغانانو شمیر چې د لوږې د کرښې لاندې ژوند کوي ۳۴ میلیونو کسانو ته رسیدلی دی. دا شمیر په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۱۵ میلیونه و.

XS
SM
MD
LG