د لاس رسي وړ اتصالات

سختو سیلابونو او د ځمکې ښویدو په سویلي کوریا کې ۳۷ تنه مړه کړي 


د جنوبي کوریا هغه تونل چې د سیلابونو په وجه د سیند په اوبو ډک شوی دی
د جنوبي کوریا هغه تونل چې د سیلابونو په وجه د سیند په اوبو ډک شوی دی

د جنوبي کوریا مقامات وايي، په ټول هېواد کې د سختو بارانونو، ځمکې ښویدو او د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۷ کسان مړه شوي او نهه نور لادرکه دي.

د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې د چیانګچیون په ولايت د چينګجو ښار تر ځمکې لاندې تونل کې بند پاتې کسان راوباسي چې څو موټرونه او نامعلوم شمېر کسان په کې بند پاتې دي. دغه تونل ۴۳۰ متره اوږدوالی لري او د سیلابونو په وجه د سیند په اوبو ډک شوی دی.

سویلي کوریا د دوبي د اورښت د فصل په اوج کې ده او له تیرو څلورو ورځو راهیسې په کې سخت بارانونه اوري، چې د پراخو سیلابونو او د ځمکې ښویدنې لامل شوي او د اوبو زیاتیدو ددې هیواد یو لوی بند له ګواښ سره مخامخ کړی.

د سویلي کوریا چارواکو د شنبې په ورځ جولای ۱۵ (چنګاښ ۲۴) ویلي وو چې په دې هیواد کې د سختو بارانونو، سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه شوي او ۱۴ نور بې درکه دي.

په زرګونو نورو خلکو ته د خپلو کورونو څخه د وتلو لارښونه شوی ده.

د سویلي کوریا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې اکثر کسان د ځمکې ښویدو یا د سیلابونو په اوبو کې د ډوبیدو له امله مړه شوي دي.

د مرګ ژوبلې ډیره برخه په شمالي ګیونګ سنګ ولایت په غرنۍ سیمه کې د ځمکې ښویدنې له امله رامنځته شوې چې په کې ۱۶ تنه مړه او نهه تنه نور ورک شوي.

ددې هیواد د کورنیو چارو وزارت په وینا، د ژغورنې کارکونکي د شمالي چنګ چیانګ ولایت په چیونګجو کې په ۴۳۰ متره اوږد تر ځمکې لاندې تونل کې بند پاتې ۱۹ موټرو ته د رسیدو لپاره هڅه کوي چې تونل د سیلاب په اوبو ډک شوی دی.

د سویلي‌کوريا د هوا پېژندنې ادارې د سختو بارانونو خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې د راتلونکې اونۍ تر چهارشنبې پورې د نورو بارانونو وړاندوينه شوې، چې د هوا حالاتو يو "جدي" خطر رامنځته کړي.

په متحدو ایالتونو او اروپا کې د ریکارډ په کچه تودوخه

د متحدو ایالتونو څخه نیولې چې په لسګونو میلیونه خلک یې د ګرمې هوا د خطرناکې څپې سره مبارزه کوي، تر اروپا او جاپان پورې په ټوله نړۍ کې د ریکارډ په کچه ګرمه هوا د نړیوالې تودوخې د ګواښ یو وروستي بیلګه دې.

ایټالیا د روانې اونۍ په پای کې د ریکارډ په کچه د ګرمۍ وړاندوینه شوی او ددې هیواد د روغتیا وزارت د روم ، بولونا او فلورانس په ګډون د ۱۶ ښارونو لپاره هوا د ګرمیدو د "سرې کچې" خبرداری ورکړی دی.

د هواپیژندنې مرکز ایټالویانو ته خبرداری ورکړ چې "د دوبي ترټولو سختې تودوخې څپې او د بل هر وخت په پرتله سختې ګرمۍ ته " ته تیاری ونیسي.

د دوشنبې تر ورځې پورې په روم کې د سانتي ګراد ۴۰ درجو او حتی د سه شنبې په ورځ د سانتي ګراد د ۴۳ درجو ګرمۍ وړاندوینه شوی. دا پداسې حال کې دي چې د سیسلي او سارډینیا ټاپوګان ښایي تر ۴۸ درجو پورې تودوخه تجربه کړي.

د اروپا فضایي ادارې خبرداری ورکړ چې، په اروپا کې ښایي تودوخه د ریکارډ کچې ته ورسیږي.

یونان هم د سختې تودوخې سره لاس او ګریوان دی او چارواکو د پلازمینې آتن کې د "اکروپولیس" تاریخي ساحه د دویمې پرله پسې ورځې لپاره د سیلانیانو پرمخ تړلې ده. د تودوخې درجه پدې ښار کې د سانتیګراد له ۴۱ درجو اوښتې ده.

همداشان د فرانسې، جرمني، اسپانیا او پولنډ ځنې برخې هم د ریکارډ په کچه د تودوخې لوړه درجه تجربه کوي.

په اسیا کې چین، سویلي کوریا، جاپان، هند او یو شمیر هیوادونه هم د ګرمۍ سختو څپو ځپلي دي.

XS
SM
MD
LG