د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د بارانونو له کبله ۵۵ تنه مړه شوي- چارواکي


په پاکستان کې چارواکي وايي چې د بارانونو له کبله د مړه شویو کسانو شمېر ۵۵ ته ورسېده.

چارواکو د پنجشنبې په ورځ جولاۍ شپږمه (سرطان۱۵) وویل چې د موسم سره په مرتبطو تازه پېښو کې د اتو ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه مړه شوي او د سیلابونو د وتلو اندېښنې هم زیاتې شوي دي. په دې سره د مړه شویو کسانو شمېر هم ۵۵ ته رسېدلی دی.

تېرکال هم د موسمي بارانونو له کبله په دغه هېواد کې سیلابونه ووتل چې ډېر مالي او ځاني زیانونه یې واړول.

بارانونو د لاهور په ښار کې یو شمېر سړکونه لاندې کړي دي. چارواکي وايي چې د چهارشنبې له ورځې راهېسې په دغه ښار کې ۱۹ تنه د چتونو د غورځېدو له کبله مړه شوي، په دوی کې یې ځینې داسې وو چې برېښنا نیولي وو.

د خیبرپښتونخوا د شنګلا په سیمه کې بیا چارواکي وايي چې اته ماشومان د ځمکې د ښویدو په پېښې کې مړه شوي دي.

د ژغورنې ډلې وایي چې ښايي یو شمېر نور ماشومان تر غورځېدلیو ودانیو لاندې وي او د دوې د اېستلو عملیات پیل شوي دي.

د شدیدو بارانونو له کبله د پنجاب ایالت په سیندونو کې د اوبو سطحه لوړه شوې او بېړنیو حالاتو سره د مبارزې اداره وايي چې دوی یې مجبور کړي تیارسی واوسي.

تېرکال موسمي بارانونو او سیلابونو په پاکستان کې شاوخوا ۱۷۳۹ کسان مړه کړي وو او د دغه هېواد درېیمه برخه یې تر اوبو لاندې کړې وه.

په دې سربېره د چارواکو‌ په وینا د شاوخوا ۳۰ ملیارد ډالرو په ارزښت یې دغه هېواد ته مالي زیانونه هم اړولي وو.

XS
SM
MD
LG