د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د درنو واورو له کبله د یو شمېر ولایتونو لویې لارې تړل شوې


په افغانستان کې له څو ورځو راهېسې د واورو، بارانونو او طوفان یوه څپه پیل شوې.
په افغانستان کې له څو ورځو راهېسې د واورو، بارانونو او طوفان یوه څپه پیل شوې.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو او سیمو کې له شاوخوا دریو ورځو راهېسې د واورو، بارانونو او طوفان یوه څپه پیل شوې چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ یې د ځینو ولایتونو لویې لارې بندې کړې او خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.

راپورونه وايي چې په تېرو څو ورځو کې د سختو واورو او بارانونو له کبله، چې شدید طوفان هم ورسره مل دی، د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې «شاوخوا ۱۴ تنه مړه شوي، یو شمېر نور ژوبل شوي، لسګونه کورونه زیانمن شوي او په سلګونه څاروي تلف» شوي دي.

همدغه راز د ځینو ولایتونو او سیمو لویې لارې بندې شوې، تګ راتګ ورته سخت شوی او ویل کېږي چې شاید تلفات تر اعلان شوي شمېر زیات وي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په خپل ایکس حساب کې په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي چې د افغانستان په شمالي سالنګ کې تر «څلور میترو او ۶۰ ساتني پورې واوره» شوې ده او له کابل سره یې د شمال او شمال ختیځ ولایتونو لویه لاره تړل شوې ده.

د افغانستان په مرکز کابل، بامیان، دایکندي، غزني، پکتیا، میدان وردک، کندهار، جوزجان، فاریاب، نورستان، ننګرهار او نورو ولایتونو کې هم له طوفان سره یو ځای واورې او بارانونه شوې دي.

د بامیان او پروان ترمنځ لاره او همدغه راز د بامیان له مرکز سره د دغه ولایت د ولسوالیو لارې تړل شوې دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي چې د دایکندي ولایت یو شمېر ولسوالیو ته ورغلې لارې هم بندې دي او د غزني او غور ولایتونو له ولسوالیو او ځینو ورڅېرمه ولایتونو ته ورغلې لارې هم تړل شوې دي.

د پکتیا او خوست ولایتونو ترمنځ هم لویه لاره بنده شوې ده.

په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له لورې په خپرو شویو تصویرونو او ویدیوګانو ښودل کېږي چې د لارو د بندېدو له کبله ډېر موټرونه او مساپر اېسار پاتې او ځایي مسئولین د لارو د خلاصولو هڅې کوي.

ځایي مقاماتو له خلکو څخه غوښتي دي چې له ضرورت پرته دې په هغو لارو سفر نه کوي چې واورې په کې شوي. د طالبانو د ټولګټو وزارت له موټر چلوونکو او نورو خلکو څخه غوښتي چې «په صعب العبور لارو» کې تر سفر مخکې باید معلومات ترلاسه کړي چې لارې خلاصې دي که بندې.

په همدې حال کې په افغانستان کې ځايي تلویزون «طلوع نیوز» خبر ورکړی دی چې د چهارشنبې په ورځ د شدید طوفان او درنو واورو له کبله له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا په غځېدلي مزي کې تخنیکي ستونزه پیدا شوې او یې د مزار په ښار کې برېښنا پرې شوې او پرچاو شوې ده.

د طالبانو حکومت د هواپېژندنې او ترانسپورت ریاست وړاندوینه کړې چې د افغانستان په شاوخوا ۳۰ ولایتونو کې به واورې او بارانونه کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG