د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي د امريکا په مشرۍ هغه پوځي عمليات چې د شنبې په ورځ يې د ايران د رژيم پر ضد پيل کړل، د دې لامل شوي چې د رژيم زرګونه پوځيان د تسليمېدو غوښتنه وکړي.
ولسمشر ټرمپ ژمنه وکړه چې د دريو امريکايي سرتېرو د وژل کېدو غچ به واخلي.
ټرمپ دا څرګندونې د يکشنبې په ورځ د فلوريډا ايالت په مار-ا-لاګو کې له خپل استوګنځي څخه په يو ويډيويي بيان کې وکړې، چې پکې يې د امريکا او اسرائيل د ګډو عملياتو د لومړيو ۳۶ ساعتونو په اړه یې لنډ توضیحات وړاندې کړل؛ دغه عمليات د امريکا د نورو متحدينو په ملاتړ ترسره شوي دي.
ولسمشرټرمپ دغه بريدونه “د نړۍ له تر ټولو سترو، پېچلو او ځواکمنو پوځي عملياتو څخه يو” وبلل او ويې ويل چې د رژيم د ترهګرې په نوم نومول شوي تر ټولو ستر پوځي ځواک، د سپاه پاسداران انقلاب قول اردو (IRGC) تاسيسات، او د رژيم د هوايي دفاع سيستمونو په شمول په سلګونو هدفونه په نښه شوي دي.
په تهران کې په هوايي بريد کې د رژيم د لوړو چارواکو ترڅنګ د ايران د ستر مشر آيت الله علي خامنه يي د وژل کېدو په اړه، ټرمپ وويل: “د دغه بدمرغه او فاسد سړي لاسونه د سلګونو، بلکې د زرګونو امريکايانو په وینو رنګ دي او د بېشمېره بېګناه خلکو د وژنې مسوول و، چې په ګڼو هېوادونو کې وژل شوي دي.”
ټرمپ وويل چې د رژيم پاتې پوځيان “تسليمېدل غواړي” او “په زرګونو” له امريکا سره اړيکه نيسي څو د روانو عملياتو څخه معافيت ترلاسه کړي.
هغه زياته کړه: “پوځي عمليات په بشپړ ځواک روان دي او تر هغه به دوام وکړي څو زموږ ټول هدفونه تر لاسه شي.”
د عرب هېوادونو په خاوره کې پر امريکايي اډو د ایران د رژيم د غچ اخيستونکو بريدونو له امله د درېيو امريکايي سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې، ټرمپ وويل: “امريکا به د هغوی د مرګ غچ واخلي او هغو ترهګرو ته به تر ټولو سخته ضربه ورکړي چې اساساً يې د مدنیت ضد جګړه اعلان کړې ده. “زموږ او همدارنګه د اسرائيل هوډ ، تر بل هر وخت پياوړی دی.”
ولسمشر ټرمپ د دغو عملياتو د پيل د دليل په بيانولو سره، وويل چې د ايران د رژيم “افراطي توندلاري” نږدې ۵۰ کاله کېږي چې پر امريکا بريدونه کوي او “مرګ پر امريکا” او “مرګ پر اسرائيل” شعارونه ورکوي.
نوموړي وويل: “هغوی په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو ستر دولتي ملاتړي دي. موږ د نړۍ تر ټولو ستر او ځواکمن هېواد يو، نو کولی شو د هغوی د کړنو پر وړاندې اقدام وکړو. دغه نه زغمېدونکي ګواښونه نور دوام نه شي کولی.”
ټرمپ وويل چې امريکا خپل پوځ “د يو ښه هدف لپاره” کاروي.
هغه وویل " موږ دا ستر عملیات یوازې د خپل وخت او خپل ځای د امنیت لپاره نه ترسره کوو، بلکې د خپلو ماشومانو او د هغوی د ماشومانو لپاره یې کوو، لکه څنګه چې زموږ نیکونو ډېر، ډېر کلونه مخکې زموږ لپاره کړي وو. دا د ازاد ولس دنده او مسؤلیت دی. دا اقدامات سم دي او اړین دي، څو ډاډ ترلاسه شي چې امریکایان به هېڅکله د داسې افراطي، خونخواره ترهګر رژیم سره مخ نه شي چې اټومي وسلې او ډېر ګواښونه ولري."
ټرمپ خپلې خبرې په دې پای ته ورسولې چې یو ځل بیا یې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو او د ایران د رژیم له نورو پوځيانو او پولیسو څخه وغوښتل چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او "بشپړ مصؤنیت ترلاسه کړي او یا له حتمي مرګ سره مخ شي،" چې ده وویل "ښه به نه وي."
ولسمشر ټرمپ وویل: "زه له ټولو ایراني وطنپالو څخه چې د ازادۍ هیله لري غوښتنه کوم چې په له دې شېبې ګټه واخلي، زړور، با جرأته او اتل شي او خپل هېواد بېرته ترلاسه کړي. امریکا له تاسو سره ده. ما له تاسو سره ژمنه کړې وه، او ما هغه ژمنه پوره کړه. پاتې کار ستاسو په لاس کې دی، خو موږ به هلته یو چې مرسته وکړو."
د امریکا په مشرۍ د برید لپاره د اروپایي ملاتړ په لومړنۍ نښه کې، د برېتانیا صدراعظم کيیر سټارمر هم د یکشنبې په ورځ په یوه ویډیويي بیان کې اعلان وکړ چې لندن به امریکا ته اجازه ورکړي چې د ایراني رژیم پر ضد د برید لپاره له برېتانوي اډو څخه کار واخلي.
هغه وویل چې بریتانوي جنګي الوتکې لا دمخه د "همغږو دفاعي عملیاتو" په چوکاټ کې فعالې وې، چې د رژیم غچ اخیستونکو بریدونه یې په سیمه ییزو هېوادونو کې په بریالیتوب سره شنډ کړي دي.
سټارمر وویل چې د رژیم سیمه ییز بریدونه بریتانوي وګړي او د بریتانیا متحدین له "ستر خطر" سره مخ کوي او "د ګواښ د درولو یوازینۍ لار" دا ده چې د رژیم د توغندیو د زېرمو مرکزونه او د توغولو دستګاوې له منځه یووړل شي.
سټارمر وویل: "متحده ایالتونه غوښتنه کړې چې د همدې ځانګړي او محدود دفاعي هدف لپاره له بریتانوي اډو څخه د کار اخیستلو اجازه ورکړل شي. موږ پرېکړه کړې چې دا غوښتنه ومنو، چې د ایران له خوا په ټوله سیمه کې د توغندیو ویشتل ودرول شي، بې ګناه ملکي وګړي و نه وژل شي، د برېتانیا د خلکو ژوند له خطر سره مخ نه شي، او هغه هېوادونه په نښه نه شي چې په دې جګړه کې ښکېل نه دي."
فورم \ دبحث خونه