د لاس رسي وړ اتصالات

هګسیت: تر يوې اونۍ کمې مودې کې به د ایران د هوايي حریم کنترول خپل کړو

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګسیت د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو د لوی عمومي درستیز دن کین سره په ګډ خبري کنفرانس کې د ایران رژیم په ضد د حماسي غضب د عملیاتو په اړه تازه معلومات ورکړل.

ښاغلي هګسیت وویل چې متحده ا یالتونه او د هغه ایتلافي اسرائیل به په څو ورځو کې د ایران د هوايي حریم بشپړ کنترول په لاس واخلي.

هغه وویل: «تېره شپه پیل شوه او شاید په څو ورځو کې یانې تر یوې اونۍ په کمې مودې کې بشپړ شي، د نړۍ دوه تر ټولو ځواکمن هوايي ځواکونه به د ایرانیانو فضا تر کنترول لاندې راولي. بلا منازعه هوايي حریم. هیله لرم هغه خلک چې دا ګوري پوه شي چې بلا منازعه هوايي حریم او بشپړ کنترول څه مانا لري. دا په دې مانا ده چې موږ به ټوله ورځ پرواز کوو، ټوله شپه به پرواز کوو، د ورځې او د شپې، د ایران د دفاعي صنعت او پوځ به پیدا، دقیق او ختم به کړو، د هغوی مشرتابه چې د تهران په فضا کې پرواز کوي پیدا او ختم کړو.»

هګسیت د ایران په ضد روان پوځي عملیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه چې د هند په سمندر کې یې د ایران یوه جنګي بېړۍ هم وېشتلې او غرقه کړې ده:

نوموړي وویل: «یو امریکايي اوبتل د ایران یوه جنګي کښتۍ، چې فکر یې کاوه په نړیوالو اوبو کې خوندي ده، غرقه کړه. تورپیدو (تر اوبو لاندې میزایل) ووېشتله. ارام مرګ. دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته لومړی ځل دی چې د اوبو لاندې توغندي د دښمن یوه بېړۍ غرقوي. لکه د هغې جګړې په څېر چې موږ د جګړې وزارت و. موږ د بري لپاره جنګېږو.»

نوموړي بیا دا خبره وکړه چې ایران به هېڅکله اتومي وسلې ترلاسه نه کړي.

هګسیت زیاته کړه: «د دغې جګړې شرایط به په هرې مرحلې کې زموږ له لورې ټاکل کېږي. هماغسې چې د دوشنبې په ورځ مو وویل دا ماموریت په دقیق تمرکز سره ترسره کېږي. د هغوی میزایلونه، بې پیلوټه الوتکې او هغه تاسیسات چې دا تولیدي، نابود کوي، سمندري ځواکونه او تر اوبو لاندې حیاتي امنیتي تاسیسات یې نابود کوي او اتومې وسلو ته د هغوی د ورتګ لاره بندوي. ایران به هېڅکله اتومي وسلې ونه لري. زموږ تر څارې لاندې به هېڅکله نه.»

د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز دن کین هم په دغه خبري کنفرانس کې د حماسي غضب د عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې امریکایي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې د ایران په هوايي او سمندري ظرفیتونو او د میزایلو د توغوونې په مرکزونو بریدونه کړي او دا بریدونه به په راتلونکو څو ورځو کې نور هم زیات شي.

نوموړي په عربي هېوادونو باندې د ایران بریدونو ته په اشارې وویل چې دغو هېوادونو د ایران ډېر بریدونه خنثی کړي دي او یو شمېر بې پیلوټه الوتکې یې وېشتلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG