د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار: د امن سیمو اداره دې د دواړو لورو په موافقه جوړه شي


د اسلامي حزب مشر نن د شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، چې طالبانو سره د سولې په اړه یو پلان یې ارګ ته سپارلی دی
د اسلامي حزب مشر نن د شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، چې طالبانو سره د سولې په اړه یو پلان یې ارګ ته سپارلی دی

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یو وار بیا د داسې یوه غیري جنګي سیمې د جوړېدو وړاندیز وکړ چې پکې طالب مشران او کورنۍ یې په خوندي توګه واوسیږي او له هر ډول تعقیب څخه په امن کې وي.

خو ښاغلي حکمتیار وویل، چې د دغسې سیمو د ادارې رامنځ ته کیدلو موافقه به د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د خبرو په پایله کې ټاکل کیږي.

ګلبدین حکمتیار نن په خپل دفتر کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل "د امن دا سیمه دې کاملا له جنګي ځواکونو تشه وي. هلته به د هیڅ لوري جنګي ځواکونه نه وي. ځمکه او فضاء به یې خوندي وي".

هغه وویل دا د امن سیمې به خپله اداره او ځواکونه هم ولري. اداره او امنیتي ځواکونه به یې د ټولو لورو په توافق سره غوره کیږي.

ښاغلي حکمتیار وویل چې د امن ددې سیمو ځای باید د مذاکراتو په جریان کې وټاکل شي او دا ډول سیمې د افغانستان په هره برخه کې په شمال او یا هم جنوب کې جوړیدلی شي.

ښاغلي حکمتیار وویل، سولې یوه طرحه یې له ولسمشر غني سره شریکه کړې ، چې د امن د سیمې د جوړیدلو وړاندیز هم په کې شامل دی.

هغه وویل، ولسمشر غني، د ده د وړاندیز په نورو برخو ورسره توافق کړې، خو د امن د سیمې په تړاوو یې ملاحضات درلودل.

ښاغلي حکمتیار وویل "دا وړاندیزونه اوس په پنټاګون او سپینه ماڼۍ کې هم پراته دي. نن مې واوریدل چې امریکا او سعودي هم په ګډه لګیا دي بحث کوي او موافق دي دي چې د امن سیمه جوړه شي".

د حزب اسلامي مشر پدې خبري ناسته کې وویل چې د امن د سیمو په اړه د ده د سولې وړاندیز تحریف شوی او ورڅخه ناسم تعبیر اخیستل شوی.

هغه وویل، چې هیڅکله یې طالبانو ته د ولایتونو د سپارلو وړاندیز نه دی کړی.

دمخه په یو شمیر رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې ګوندې د اسلامي حزب مشر طالبانو ته د سولې د خبرو لپاره دغې ډلې ته د یو شمیر ولایتونو د سپارلو وړاندیز کړی دی.

طالبانو ته د ولایتونو د سپارلو مسلې د استاد عبدارب الرسول سیاف او د پخواني جمهورررئیس د لومړي مرستیال محمد یونس قانوني په ګډون د یو شمیر افغان سیاستمدارانو د توند غبرګونونه راپارولي وو او ورسره یې کلک مخالفت ښودلی وو.

پخپله طالبانو هم د ولایتونو د سپارلو وړاندیز رد کړی دی.

ښاغلي حکمتیار په طالبانو غږ وکړ چې په کابل کې دې خپل دفتر پرانیزي.

د حزب اسلامي مشر د جمیعت اسلامي د ګوند د یوه مطرح غړي اسماعیل څرګندونو ته د طالبانو د ځواب په اړه وویل که جمعیت اسلامي ټول له طالبانو سره سولې ته تیار وي دی یې هرکلي کوي.

ښاغلي حکمتیار د میزان له میاشتې وړاندې د پارلماني ټاکنو په ترسره کیدو یادونه وکړه او د دغو ټاکنو د بهیر د څار لپاره یې د ټولو سیاسي ګوندونو په ګډون د یو میکانیزم په رامنځ ته کیدو ټینګار وکړ.

د اسلامي حزب مشر ادعا وکړه، چې د ملي یووالي په حکومت کې دننه یو شمیر کړۍ ټاکنو د ترسره کیدلو مخالف دي.

هغه د ارغندیوال په مشرۍ د اسلامي حزب سره د خپل حزب د جنجال په سر هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې که ښاغلی ارغندیوال بل ګوند جوړوي او یا هم د بل ګوند سره یوځای کیږي، دې یې مخالفت نه کوي.

خو ښاغلي حکمتیار د اسلامي حزب په نوم فعالیت یوازې د ده د ګوند حق وګڼه.

نږدې دوه اونۍ وړاندې د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب عبدالهادي ارغندیوال او د دغه ګوند دوه نور چارواکي له اسلامي حزب څخه وایستل، خو ښاغلي ارغندیوال وویل، چې دې د اسلامي حزب مشر دی، هیڅوک دې له حزب شړلی نه شي او اسلامي حزب هم د ده پر مشرۍ د افغانستان په عدلیه وزارت کې ثبت دی.

XS
SM
MD
LG