په داسې حال کې چې د حکمتیار د اسلامي حزب دوو چارواکو چې د دغه حزب د ویاندانو په توګه هم رسنیو سره خبرې کوي، امریکا غږ ته له کابل څخه نن د سه شنبې په ورځ ترکیې ته د ګلبدین حکمتیار سفر تائید کړی، خو د دغه حزب د رسنیو د دفتر یو غړي ویلي چې هغه په کابل کې دی.
د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب چارواکي وايي ګلبدین حکمتیار افغان حکومت سره د سولې د هوکړې د لاسلیک وروسته نن د سه شنبې په ورځ د خپل لومړي بهرني سفر په ترڅ کې ترکیې ته تللی دی.
دا له افغان حکومت سره د سولې د هوکړې د لاسلیک او کابل ته د راستنیدلو ور وسته یو بهرني هیواد ته د ښاغلي حکمتیار لومړی سفر دی.
د اسلامي حزب ویاند حشمت الله ارشد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې ټاکل شوې ګلبدین حکمتیار به په ترکیه کې د تم کیدو وروسته سعودي عربستان ته هم لاړ شي.
ښاغلي ارشد وویل "اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار نن سهار له کابل څخه ترکیه ته تللی او ټاکل شوې چې له ترکیې وروسته به هغه سعودي عربستان ته لاړ شي".
ګلیدین حکمتیار سره په دې سفر کې د اسلامي حزب د بهرنیو اړیکو د کمیتې رئیس داکټر غیرت بهیر هم ملګرتیا کوي.
که څه هم د کابل په هوايي ډګر کې یوې سرچینې هم امریکا غږ اشنا راډیو ته ترکیې ته د حکمتیار سفر تائید کړ، خو د دغه حزب مطبوعاتي دفتر یو غړي فضل غني حقمل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل ښاغلي حکمتیار په کابل کې دي او په ټینګار یې وویل چې هغه ترکیې ته نه دی تللی.
ترکیې ته د ښاغلي حکمتیار د سفر وړاندې د دغه حزب یو پلاوي هم انقرې ته سفر کړی وو.
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د تیر عیسوي کال د سپټامبر په وروستیو کې د افغان حکومت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه او د دغې هوکړې په پایله کې د نږدې دوه لسیزو پټ ژوند د تیرولو وروسته د غوایي په ۱۴مه ورځ کابل ته ستون شوی دی.
له دې وړاندې د اسلامي حزب یو لوړپوړي چارواکي امین کریم خبریالانو ته ویلي وو چې که حکمتیار بهر ته ځي نو لومړی به سعودي عربستان ته لاړ شي.
تراوسه لا داڅرګنده نه ده چې د اسلامي حزب مشر دغو هیوادونو ته د چا په بلنه سفر کړی دی، خو د اسلامي حزب ویاند حشمت الله راشد وویل چې د دغه سفر جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.
دمخه د ملګروملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو د کمیټې له خوا د اسلامي حزب پر مشر بهرنیو هیوادونو ته پر سفرمحدودیتونه لګول شوي وو، خو د غې کمیټې د افغان حکومت په غوښتنه د هغه نوم د روان عیسوي کال په سر کې د محدودیتونو له لیست څخه بهر کړ.