د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د نړیوالو ځواکونو یوې هلیکوپټرې بېړنۍ ناسته کړې


د افغانستان په هلمند ولایت کې د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د نړیوالو ځواکونو یوې هلیکوپټرې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د قاطع ملاتړ ماموریت نن شنبه په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د هلیکوپټر عمله ژغورل شوې ده.

بیان وايي، چې نړیوال او افغان ځواکونه په ګډه د یادې غورځېدلې هلیکوپټرې د تر لاسه کولو هڅې پيل کړي دي.

نړیوالو ځواکونو د یادې هیلکوپټرې د بېړنۍ ناستې د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي.

پر همدې مهال د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم امریکا غږ ته وویل، چې پېښه تېره شپه ناوخته د «غبرګولې پر۳مه» د هلمند په شمال کې د نوزاد په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې الوتکه بشپړه توګه له منځه وړل شوې او عمله یې ژغورل شوې ده.

ده وويل:"تېر ماښام نږدې لس بجې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې عمله يې ټوله ژغورل شوې او الوتکه هم سوځول شوې ده."

نوزاد د هلمند په شمال کې له لښکرګاه ښار څخه په ۱۲۰ کېلومتره فاصله کې له فراه ولایت سره په ګاونډ کې پرته ولسوالي ده چې له څه مودې راپدېخوا د طالبانو په لاس کې ده.

تر اوسه لا په دقیق ډول نه ده څرګنده چې د غې هلیکوپټرې په نوزاد ولسوالۍ کې نظامي ماموریت در لود او که له سیمي څخه د تېرېدو په حال کې وه.

خو په هلمند کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د ځانګړو ځواکونو له لوري د دولت د وسله والو مخالفینو پر مرکزونو او زندانونو باندي هوايي بریدونه زیات شوي دي.

د یو بل خبر له‌مخې تېره ورځ د هلمند په ګاونډ کندهار ولایت پر بهرنیو ځواکونو د سړک غاړې ماین چاودنه کې پنځه رومانیايي سرتېري ټپيان شوي دي.

د رومانیا دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دغه سرتيرې پرون د کندهار هوايي ډګر ته نژدې د ګزمې پرمهال له یادې چاودنې سره مخ شوي دي.

بیان وايي، چې ټپيان تر چاودنې وروسته د کندهار هوايي ډګر کې پوځي روغتون ته انتقال شوي دي.

په کندهار کې یو سرچینې هم امریکا غږ ته ویلي چې دغه چاودنه په ډنډ ولسوالۍ کې پر یادو سرتېرو باندې رامنځته شوې ده.

په هلمند کې د هلیکوپټرې د لوېدو مسؤلیت طالبانو منلی، خو کندهار کې پر رومانيايي سرتېرو د چاودنې مسؤلیت لا کومې ډلې نه دی منلی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG