د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند چارواکي‌ وايي، په باباجي کې د ملکي تلفاتو په اړه څېړنې کوي


د هلمند امنیتي مقامات وايي، په دغه ولایت کې د تېرې شپې د رامنځته شویو ملکي تلفاتو په اړه پلټنې پيل شوي دي.

تېره شپه د لښکرګاه ښار او نادعلي ولسوالۍ ترمنځ د باباجي د شملان په سیمه کې د جګړې پر مهال ۲ تنه وژل شوي او ۱۴تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د سیمې اوسیدونکي وايي، چې ملکي مرګ ژوبله د هوايي بریدونو په ترڅ کې پرون ماښام رامنځته شوې ده.

د سیمې اوسېدونکي عبدالغفار اشنا راډیو ته وويل چې خاصو قواوو غوښتل چې د لوی مانده په سیمه کې نظامي عملیات وکړي چې وسله والو طالبانو پرې برید وکړ چې وروسته الوتکو په سیمه کې بمبارد وکړ.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک اشنا راډیو ته د پېښي په اړه وويل چې تر اوسه پوري نه ده معلومه چې ملکي کسانو ته په هوايي بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې او که په راکټي بریدونو کې.

دی زیاته وي چې د باباجي د سپین مسجد، کوپکې او لوی مانده په سیمو کې د افغان ګډو ځواکونو له لوري نظامي عملیات له تېرو څو ورځو راهیسې دوام لري.

عمر ځواک
عمر ځواک

دی زیاته وي چې:"په عملیاتو کې ۱۷ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو ملکي کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي او شمېر يې ۱۴ تنو ته رسېږي ټپیان شوي او ۲ تنه نور ملکي کسان وژل شوي، د هلمند والي د پېښې د څرنګوالي لپاره پلاوی ټاکلی او وروسته به معلومه شي چي ملکي مرګ ژوبله په هوايي بریدونو کې رامنځته شوې او که په ځمکنیو نښتو کې او عاملین يې ځوک دي."

ځواک وايي چې وسله والو طالبانو د ملکي خلګو له کورونو څخه پر ګډو ځواکونو بریدونه کول چې تر برید لاندي راغلي.

په پېښه کې ټپي شوي ملکي کسان په لښکرګاه ښار کې د بېړنیو طبي مرستو د رسولو یا ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي.

د هلمند د عامي روغتیا رئیس ډاکتر امین الله عابد اشنا راډیو ته وويل چې په ټپیانو کې ښځي او ماشومان هم شامل دي، خو په دقیق ډول يې د هغوی شمېر یاد نه کړ.

نوموړی زیاته وي چې په ټپیانو کې د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.

باباجي د لښکرګاه ښار د څلورمې حوزې او نادعلي ولسوالۍ ځيني برخي سره نښلوي چې د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار تر ټولو نا امنه سیمه بلل کېږي.

تر اوسه پوري خپله وسله والو طالبانو د هلمند د وروستیو امنیتي پېښو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG