د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د بزګر ورځې مېله کې چاودنو ۴ تنه وژلي ۳١ ټپیان دي


د هلمند ولايت مقام وايي، په لښکرګاه ښار کې د بزګر ورځې په دودیزه مېله کې په نننیو دوو چاودنو کې څلور ته وژل شوي‌ او څه دپاسه ٣٠ نور ټپيان شوي‌ دي.

ولایت مقام په یوې اعلامیې کې ویلي چې په وژل شوو کسانو د هلمند د اقتصاد رئیس خان محمد نصرت او دوه نور ملکي وګړي شامل دي.

ولایت مقام په دغو چاودنو کې د هلمند د والي یاسین خان د ټپي کېدو خبر رد کړی، خو زیاته کړې ده چې په مالي او اداري چارو کې د هلمند والي مرستیال مجاهدالله صفاري، د ولايتي شورا مرستيال عبادالله عليزی، د اطلاعات او کلتور رئيس حميدالله وياړ، د کرنې رئيس زلمی الکو او د هغه مرستيال رفيع الله قلم ټپيان شوي‌ دي.

بیان وايي، چې د ټپيانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

د هلمند سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د پېښې زیات ټپیان ملکي وګړي دي چې بزګران او کروندګر دي.

مخکې په دغه چاودنه کې د هلمند د والي جنرال محمد یاسین خان د ټپي‌ کېدو راپور ورکړل شوی و.

د هلمند والي‌ محمد یاسین خان په دې اړه په یوه ویډیويي پیغام کې پر خپل فیسبوک پاڼه د یادې پېښې په اړه ویلي:

تر دې مخکې یوه امنیتي مقام د نوم نه څرګندولو په شرط اشنا راډیو ته وويل چې په پېښه کې ټول ۳۱ کسان ټپیان شوي چې د ۶ تنو روغتیايي حالت پکښې د اندېښنې وړ دی.

په هلمند کې د بېړنیو طبي مرستو د رسولو یا ایمرجنسي روغتون بیا له پېښي څخه د ور وړل شویو قربانیانو ليست خپور کړی.

په خپاره شوي ليست کې د هغو ۲۵ کسانو نومونه ذکر شوي چې له پېښي څخه وروسته ور وړل شوي.

دا پېښه نن شنبه سهار ۱۰ بجې د «وري/ حمل میاشتې پر ۳مه» د لښکرګاه ښار کرزي سټیډیم کې د بزګر په دودیزه مېله کې چې د هلمند والي جنرال یاسین خان د ولایتي مسئولینو په ملتیا د جشن په مناسبت له زراعتي غرفو څخه لیدنه باندي بوخت وو د دوو پرله پسې چاودنو له امله رامنځته شوې ده.

په یاد سټډیم کې د بزګر د ورځې په مناسبت د جشن مراسم روان وو چې دوې پرلپسې چاودنې رامنځته شوې.

د دغه چاودنې مسؤلیت طالبانو اخیستی
د دغه چاودنې مسؤلیت طالبانو اخیستی

د پېښې په لومړیو شېبو کې د هلمند یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط اشنا راډیو ته وويل چې په پېښه د ولایت مقام د مامورینو په ګډون د والي ساتونکې او د دولتي ادارو ریسان هم شامل دي.

پر همدې مهال ولسمشر ماڼۍ په یوې اعلامیې کې دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې وسله وال مخالفین په دې ډول بریدونو سره د جګړې په ډګر کې د خپلې ماتې د پټولو هڅه کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي:"تروریستان چې د وګړو د خوښۍ، روښانه راتلونکي او پرمختګ دښمنان دي، د وېرې او وحشت خورولو لپاره تل پر ملکي تاسیساتو، غونډو، مناسبتونو او په عامه ځایونو بریدونه کوي او په دې ډول د جګړې په ډګر کې د خپلې ماتې د پټولو ناکامه هڅه کوي."

د پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی او په دغه چاودنو کې د ګنو دولتي‌ مامورینو د ټپي کېدو او وژلو ادعا کړې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG