د لاس رسي وړ اتصالات

کرنې وزارت: سږ کال تخار کې د هینګ ۱۲۵ ټنه شیره تولید شوې


د هینګ نبات بوټی
د هینګ نبات بوټی

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې سږ کال تخار ولایت کې د هینګ ۱۲۵ مټریک ټنه شیره تولید شوې ده.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې تخار ولایت کې پر نیږدې ۱۲۲۰ جریبه ځمکې باندې د هینګ یا انغوزه بوټی کرل شوي او له هر جریب ځمکې نه ددې بوټي د حاصلاتو څخه تر ۵۰۰ زره افغانیو پورې عاید ترلاسه کیږي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه نومبر۲۲ (لېندۍ دوهمه) امریکا غږ ته وویل: "د کرنې وزارت په دې هڅه کې دی چې د ګټورو بوټو کرنه ترویج کړي تر څو د کوکنارو د کرنې بدیل اوسي او د خلکو اقتصادي وضعیت وده وکړي."

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ افغانستان تېر کال د ۱۱۴ میلیونو ډالرو په ارزښت د هینګ شیره هند او یو شمېر نورو هېوادو ته صادره کړې ده.

هینګ یا انغوزه د افغانستان یو له ارزښت ناکه بوټو څخه دی چې شیره یې دارويي وړتیاوې لري.

د ګېډې سرطان، قولنج، د وینې لوړ فشار، د مېرمنو د میاشتني عادت کې بې نظمي، ځاني نارامي او یو شمېر نورو ناروغیو ته نن سبا د هینګ له شیرې څخه طبیعي او ګټور درمل جوړیږي.

دغه بوټی د پخوا زمانې راهیسې په وحشي ډول د هیواد په ځینو سیمو کې راټوکیدل او په کمه اندازه بهر ته هم صادریدل، خو له تېرو اوه کلونو را پدېخوا په افغانستان کې ترویج شوی چې هر کال یې د شیرې حاصل په ډېرېدو دی.

تر دې دمه د هینګ د بوټي کرکېله په بلخ، تخار، جوزجان، سمنګان او بدخشان کې ښه پایله ورکړې.

XS
SM
MD
LG