د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات د ولایتي شورا غړو خپلو کې نښته کړې


د هرات د ولایتي شورا د غړو ترمنځ د خپل منځي شخړې له امله د دغه شورا پنځه غړي ټپيان شوي دي.

دغه پېښه نن شنبه د «غبرګولې پر ۲۵مه» د هرات د ولایتي شورا د مشر کامران علیزي او د دغه شورا د بل غړي غلام حبیب هاشمي ترمنځ د لفظي شخړې له امله رامنځته شوې ده.

د هرات د ولایتي شورا یوه غړي نجیب الله محبي امریکا غږ ته وویل، د شورا مشر کامران علیزي غوښتل غلام حبیب هاشمي د ولایتي شورا له ودانۍ وباسي چې د شورا د نورو غړو له مخالفت سره مخ شو.

محبي وویل، وروسته د دواړو لورو ترمنځ د فزیکي شخړې او ډزو له امله د دغه شورا د دوو تنو غړو عبدالرحمن مرادي او نور احمد حیدري په ګدون څو تنه ټپیان شول.

محبي وویل:"د کامران علیزي ساتونکو بېله کوم دلیله د دغه شورا پر غړو غلام حبیب هاشمي، عبدالرحمن مرادي، وکیل احمد کروخي، احمد سردار بهادري حمله کړې او هغوی یې وهلي دي."

په هرات کې د امریکا غږ خبریال وايي، چې تر پېښې وروسته د هرات والي عبدالقیوم رحیمي او په هرات کې د ۲۰۱۷ ظفر قول اردو قوماندان نور الله قادري د نور تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د هرات د ولایتي شورا په ودانۍ کې له کامران علیزي سره خبري پیل کړي دي.

د هرات سیمه ییزو او امنیتي مسؤلینو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکا غږ هڅه وکړ چې په دې اړه د هرات د ولایتي شورا د مشر کامران علیزي نظر هم واخلي خو تر پله پسې هڅو سره سره ونه توانېدو.

XS
SM
MD
LG