د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې دا شورا د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب له استازو سره د سولې هوکړې ته ډیره نږدې شوې ده او ټاکل شوې د یکشنبې په ورځ د دغې شورا او د اسلامي حزب پلاوي په یوه غونډه کې د سولې د هوکړه لیک په مسوده وروستۍ خبرې وکړي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا یو مرستیال مولوي عطاالرحمان سلیم د جمعې په ورځ امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې په وروستیو ورځو کې د دغې شورا او اسلامي حزب د پلاوو ترمنځ په خبرو کې په عمومي ډول په پنځویشت ټکو تفاهم شوی دی.
ښاغلي سلیم وویل "د دوو میاشتو څخه د زیاتې مودې لپاره دوستانو سره په خبرو بوخت یو او په تفاهم کې یو، هغه مسوده چې پنځویشت مادې لري له دوستانو سره پرې مو خبرې کړي دي، دوه ورځې وړاندې له دوستانو سره د ډیرو ډیرو مهمو او اساسي موادو په هکله تقریبآ تفاهم ته رسیدلي یو، یو شمیر جزوي مسایل پاتې چې هیله لرو د یکشنبې تر ورځې هغه هم حل شي ".
د اسلامي حزب په ٢٥ ټکو کې ترټولو مهم یې د افغانستان له زندانونو څخه د دغه حزب د بندیانو ازادیدل، په پاکستان کې د اسلامي حزب په کمپ کې دیره مهاجرینو ته د سرپنا برابرول او د ملګروملتونو او د امریکا د متحده ایالاتو د بندیزونو له لیست څخه چې د تور لیست نوم ورکړل شوی، ددغه حزب د مشر ګلبدین حکمتیار او د اسلامي حزب د نورو چارواکو د نومونو ایسته کول شامل دي.
مولوي عطاالرحمان سلیم وایي چې په دغو دریو مسلو هم تقریبآ دواړه لورې موافقې ته سره رسیدلي دي.
خو مولوي سلیم په دغو مسلو د دواړو خواو ترمنځ د نظر جزوي اختلاف شتون نه ردوي او وايي چې تمه لري په ټولو دغو مسلو به د یکشنبې تر ورځې هم د نظر پوره یوالی رامنځ ته شي.
د افغانستان جمهوري ریاست د اسلامي حزب او د سولې د عالي شورا ترمنځ د هوکړې ته نږدېکیدل تائیدوي خو په هکله د جزئیاتو د ورکولو ډډه کوي.
یوې حکومتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې اسلامي حزب د دغو پنځویشت مادو سربیره یو شمیر نورې غوښتنې هم لري، خو دغې سرچینې ددغو غوښتنو تفصیل ورنکړ.
همدا اوس د اسلامي حزب دوه پلاوي په کابل کې دیره دي.
هڅه مو وکړه چې په دې هکله د حکمتیار د اسلامي حزب نظر هم ترلاسه کړو، خو د ډیرو هڅو سره سره مو ددغه حزب نظر ترلاسه نه کړی شو.
د طالبانو سره د سولې خبرې
اسلامي حزب په داسې حال کې د افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د پاکستان په منځګړیتوب د سولې د خبرو بهیر همغسې په ټپه دریدلی دی.
د افغانستان جمهوري ریاست د روانې عیسوي میاشتې ترپایه د څلوراړخیر بهیر په لړ کې د پڼځمې غونډې د جوړیدلو په باب د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند د څرکندونو په ځواب کې ویلي چې په اوس وخت کې د سولې د رغنده خبرو امکان نشته دی.
د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ ته وویل چې پاکستان ته په کاردي د هغو ډلو په خلاف اقدام وکړي چې د څلوراړخیز بهیر په غوڼدو کې یې منلې وه چې د هغو ډلو په وړاندې به اقدام کوي چېسولې ته غاړه نه ږدي.
ښاغلي مرتضوي وویل " ترکومې چې پاکستان پر خپلو تعهداتو عمل ونه کړي، لږ ترلږه په اوس وخت کې د رغنده او مثبتو خبرو لپاره زمینه نه ده موجوده ".
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا د تیرې پنجشنبې په ورځ د څلور اړخېز بهیر د راتلونکي غونډې په اړه د یو خبریال ديوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هڅې روانې دي چې ددغه بهیر غونډې بیا له سره پیل شي.
ښاغلي ذکریا وویل چې د دغې غونډې لپاره لا نیټه نه ده ټاکل شوې خو هڅه داده چې د دې میاشتې ترپایه جوړه شي.