د لاس رسي وړ اتصالات

اسلامي حزب سره د سولې په مسوده بحث بشپړ شوی


نږدې دوه میاشتې وړاندې د حکمتیار اسلامي حزب د افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره کابل ته یو پلاوی استولی دی.
نږدې دوه میاشتې وړاندې د حکمتیار اسلامي حزب د افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره کابل ته یو پلاوی استولی دی.

اسلامي حزب وایي د سولې عالي شورا او د دغه حزب د استازو ترمنځ د سولې خبرو په مسوده بحثونه پای ته رسیدلي او ټاکل شوې چې په دوه درې اونیو کې د دواړو خواو مشران د سولې سند لاسلیک کړي.

د سولې د عالي شورا د استازو سره د حکمتیار د اسلامي حزب د خبرو د پلاوي مشر محمد امین کریم امریکا غږ ته وویل، دده په مشرۍ د اسلامي حزب د پلاوي او د سولې د عالي شورا د استازو ترمنځ افغان حکومت سره د سولې په پنځویشت ماده ایزه مسوده باندې موافقې ته رسیدلي او اوس دا مسوده د وروستي غور لپاره جمهوررئیس محمد اشرف غني ته استول شوې ده.

ښاغلي کریم وویل "البته ټاکل شوې چې جناب جمهوررئیس سره او د ملګروملتونو د امنیت د شورا له استازو سره کتنې وشي او بیا مسوده د اسلامي حزب چارواکوته واستول شي".

د سولې د عالي شورا د استازو سره د حکمتیار د اسلامي حزب د خبرو د پلاوي مشر وویل چې کله دا کارونه ترسره شي نو بیا به مسوده ګلبدین حکمتیار ته واستول شي او د هغه له ارزونې وروسته که د اسلامي حزب مشر وغواړي نو بیا به هغه دا هوکړه لاسلیک کړي.

د سولې په دغه پنځویشت ماده ایزه مسوده کې د ملګروملتونو د امنیت د شورا او د امریکا د متحده ایالاتو د بندیزونو له لیست څخه د اسلامي حزب د مشر او یو شمیر چارواکو د نومونو ایستل، افغان حکومت سره په بند کې د اسلامي حزب د پرتو بندیانو خوشې کیدل او په پیښور کې د اسلامي حزب د مهاجرینو له کمپ څخه وطن ته د زرګونو مهاجرینو ستنول او په افغانستان کې ورته سرپناه لپاره د ځمکې ورکول شامل دي.

د اسلامي حزب څخه د افغان حکومت په غوښتنو کې بیا د افغانستان اساسي قانون منل، په تیرو پنځلس کلونو کې د افغانانو لاس ته راوړنو او نړیوالو قوانینو ته درناوی شامل دی.

محمد امین کریم تمه لري، که دا ټول کارونه په سمه پر مخ لاړ شي نو له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې به د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

ښاغلي کریم وویل "زمونږ تمه همداسې ده، خو مونږ هیله لرو، لکه چې په تیر کې په دغه بهیر کې د ځینو مزاحمتونو سره مخ وو، په راتلونکي کې بیا ورسره مخ نه شو او د سولې بهیر ته زیان ونه رسیږي مونږ هڅه کوو دا ستونزې هرڅومره ژر چې کیږي حل شي".

که څه هم د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د اسلامي حزب سره د سولې د خبرو مسوده باندې بحثونه بشپړشوي خو د دغې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیار امریکا غږ ته وویل، لا هم یو شمیر تخنیکي مسایل د بحث لپاره پاتې دي.

ښاغلي قاسمیار تمه وښوده چې د اسلامي حزب سره به د سولې هوکړه د یوې میاشتې څخه په کمه موده کې لاسلیک شي.

هغه وویل، چې په مسوده باندې بحثونه پای ته رسیدلي دي.

ښاغلي قاسمیار وویل "یو څه کم تخنیکي مسایل لا پاتې دي خو په عمومي ډول منل شوي دي تراوسه".

دوی د ددغې شورا سره په یوه پنځویشت مادو کې ترتیب شوې مسوده باندې خپل بحثونه بشپړ کړي او په عمومي ډول دواړه خواوې سره موافقې ته رسیدلي دي.

د سولې د عالي شور د نړیوالو اړیکو سلاکار وویل، که ټولې خواوې سره موافقې ته ورسیږي او مسوده وروستۍ بڼه واخلي نو بیا به د سولې دا هوکړه د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار او د سولې د عالي شورا رئیس پیر سید احمد ګیلاني لاسلیک کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم وایي چې د اسلامي حزب سره د سولې عالي شورا په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال هلیه لري چې د دغو خبرو په پایله کې به د اسلامي حزب مشر په افغانستان کې یو سوله ایز ژوند پیل کړي.

ښاغلي مینه پال وویل "حکمتیار صاحب سره د افغان حکومت د سولې مذاکرات چې د سولې د عالي شورا په رهبرۍ او مشرتوب باندې پرمخ ځي پرمختګ یې کړی دی ولې نهایي شوي نه دي، مونږ په دې هیله یو چې ډیر ژر نهایي شي او خدای وکړي حکمتیار صاحب راشي او سوله ایز او ارام ژوند ته په افغانستان کې ادامه ورکړي".

نږدې دوه میاشتې وړاندې د حکمتیار اسلامي حزب د افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره کابل ته یو پلاوی استولی دی.

ددغه پلاوي په تعقیب د اسلامي حزب د سیاسي کمیټې د مشر او د حکمتیار د زوم ډاکټر غیرت بهیر په مشرۍ یو بل پلاوی هم افغان حکومت سره د خبرو لپاره کابل ته استولی دی.

د افغان حکومت سره د حکمتیار اسلامي حزب د سولې د خبرو په هکله ټول یوه خوله نه دي. د دغو خبرو د ملاتړو ترڅنګ یوشمیر مخالفان هم شته، هغوی دا ګڼي چې د افغان حکومت سره د اسلامي حزب د پخلاینې څخه به افغان حکومت ته کومه ګټه ونه رسیږي.

د دا ډول انتقاد کوونکو پر وینا په افغانستان کې په جګړه کې د اسلامي حزب د جنګیالو ونډه د طالبانو په پرتله ډیره کمه ده نو ځکه دا کسان وایي چې افغانستان ته د اسلامي حزب د مشر په راتګ به د جګړې په ډګر کې د پام وړ بدلون رانه شي.

XS
SM
MD
LG