د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان یوه ښځه د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وټاکله 


Sara Al-Sayed
Sara Al-Sayed

د سعودي‌ عربستان د بهرنیو چارو وزارت ساره السید د دغه وزارت د عامه دپلوماسۍ د مرستیالې په توګه وټاکله.

ساره السید د امریکا په متحدو ایالتونو کې لوړې زده کړې کړي او له ۲۰۱۹ راپدیخوا د دغه هېواد د عامې روغتیا په وزارت کې د معین مرستیاله وه.

چارواکي وايي چې دا میرمن په امریکا او سعودي کې په بېلا بېلو ادارو کې د کار ۲۰ کلنه تجربه لري.

ساره السید د عامې روغتیا په وزارت کې د جي-۲۰ او د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون د نړیوالو ادارو سره د همغږۍ مسئوله وه.

د چارواکو په وینا هغه د سوداګرۍ، بانکدارۍ، تفتیش، بیمه او کړکیچ د مدیریت په برخو کې د کار تجربې لري.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو نوې مرستیالې شاوخوا ۱۵ کاله په امریکا کې ژوند کړی او په واشنګټن ډي سي کې یې د سعودي عربستان په سفارت کې هم دنده ترسره کړې ده.

شهزاد محمد بن سلمان په دې وروستیو کلونو کې په حکومتولۍ کې ځينې اصلاحات راوستي چې په بېلا بېلو برخو کې د ښځو حضور او ونډه هم په کې زیاته شوې ده.

تر دې مخکې د سعودي عربستان حکومت هیفا بنت عبدالرحمان الجدیع په اروپايي ټولنې کې د سعودي استازې او نسرین الشبل یې په فلنډ کې د سعودي عربستان سفیره ټآکلې وې.

XS
SM
MD
LG