د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او پاکستان د شوروي تر یرغل دمخه افغان یاغیانو سره همکاري لرله - اسناد


د امریکا د حکومت اسناد چې تازه غیرمحرم شوي، ښیي چې امریکا پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ١٩٧٩ کال تر یرغل لږ تر لږه یو کال دمخه ددغه برید له احتمال نه خبره وه.

دغه اسناد په څه دپاسه ۹۵۰ پاڼو کې خپاره شوي دي چې په کې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په اړوند لیکونه، محرم پیغامونه، یاداشتونه او د امریکا د بهرني سیاست په هکله د دیپلوماتیکو غونډو جزییات خپاره شوي دي.

ددغو اسنادو مجموعه ښیي چې د ١٩٧٨ کال تر پسرلي پورې افغانستان امریکا ته دومره اهمیت نه درلود او په سړې جگړې یې رول امریکا ته واضح نه و.

خو د افغانستان اهمیت وروسته له هغې امریکا ته بدل شو چې په کابل کې ددې هیواد سفارت واشنگټن ته یو پیغام ولیږه او په هغه کې یې د دواد خان د دولت د پرزیدلو خبر ورکړ.

ددغه پیغام له استولو نه یونیم کال وروسته چې پدې موده کې په کابل کې د امریکا سفیر یرغمل او ووژل شو او همداشان سرو لښکرو پر افغانستان برید وکړ دغه هیواد د هغه وخت د جمهور رئیس جیمي کارتر د دولت د بهرنی سیاست په سر کې ځای ونیو.

د ضیاالحق او کارتر لیکونه

خپاره شوي اسناد همداشان د امریکا او پاکستان د اړیکو تدریجي گرمیدل او د امریکا له لورې د "مجاهدینو" قوی کیدل په ډاگه کوي چې "د افغانستان د کمونیستي دولت" پر ضد جنگیدل.

پدغو اسنادو کې هغه لیک متن هم شته چې د پاکستان پخواني جمهور رئیس جنرال ضیا الحق، د ١٩٧٨ کال د می میاشتې په نهمه جیمي کارتر ته استولی و او په هغه کې یې په افغانستان کې د نظام د بدلون او په سیمه کې د شوروي اتحاد د نفوذ د پراخیدو په هکله اندیښنه څرگنده کړې وه.

د امریکا پخوانی جمهور رئیس جیمي کارتر
د امریکا پخوانی جمهور رئیس جیمي کارتر

پدغه لیک کې همداشان "د پښتونستان د خلکو د غورځنگ" نه د ملاتړ په هکله د افغانستان د نوي حکومت د سیاستونو په اړه اندیښنه ښودل شوي وه او د امریکا د دولت نه یې د مرستې غوښتنه کړې وه.

جیمي کارتر، ددغه لیک په ځواب کې چې د ١٩٧٨ کال د جون په نهمه استول شوی لیکلي چې په افغانستان کې د نویو بدلونونو او په سیمه کې د شوروي د نفوذ د پراخیدو په هکله دوی د پاکستان په شان اندیښنه لري او په "راتلونکو اونیو او میاشتو کې یې په نژدې همکاریو" ټینگار کړی و.

د یاغیانو نه د امریکا ملاتړ

ددغه همکاريو څرگنده بڼه د افغان یاغیانو څخه د امریکا ملاتړ و.

د خپرو شویو اسنادو له مخې په لومړیو کې د جیمي کارتر د شکونو باوجود او حتی پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد له یرغل دمخه د امریکا استخباراتي ادارې ددغو یاغیانو څخه ملاتړ چې په عمومي توگه په پاکستان کې اوسیدل مطرح کړی و.

اسناد ښیي چې جیمي کارتر په پیل کې په ډیر احتیاط سره عمل وکړ او یواځې یې ومنل چې د ٦٩٥٠٠٠ ډالرو په ارزښت د "مالي او غیر پوځي تجهیزاتو" په چوکاټ کې د "مجاهدینو" ملاتړ وکړي.

خو پر افغانستان باندې د شوروي لښکرو برید او پدې هیواد کې یې دروند پوځي شتون سیاسي فضا په بشپړه توگه بدله کړه. د دسمبر په ٢٧ د امریکا د ملي امنیت د شورا د یوې بیړنۍ غونډې وروسته جیمي کارتر یو محرم فرمان لاس لیک کړ چې په کې راغلي دي "زمونږ وروستی هدف د افغانستان نه د شوروي اتحاد د عسکرو وتل دي. حتی که دغه کار شونی هم نه وي، مونږ باید (په افغانستان کې) د شوروي اتحاد شتون تر ممکن حد پورې ورته پرمصرفه کړو".

دغه فرمان د "مجاهدینو" سره د امریکا د استخباراتي ادارې همکاري په پوځي ملاتړ بدله کړه. د خپرو شویو اسنادو له مخې د ١٩٨٠ کال تر جون پورې امریکا لږ تر لږه ١٦ ټنه وسلې، لاسي بمونه او ماینونه د پاکستان استخباراتي ادارې ته استول چې هغوی بیا افغان یاغیانو ته ورکول.

د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو نه پاتې وسلې
د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو نه پاتې وسلې

له دې سربیره هغه وسلې او مهمات چې سعودي عربستان هم له مصر نه اخیستلې د امریکا د استخباراتي ادارې په همکارۍ افغان یاغیانو ته رسیدې.

د ټرمپ څرگندونې

دغه جگړه لس کاله د افغانستان نه د شوروي سرو لښکرو تر وتلو او د پخواني شوروي اتحاد د ړنگیدو پورې روانه وه او په هغې کې په سلگونو زره کسان ووژل شول او شاوخوا دوه میلیون نور مهاجر شول.

د امریکا د حکومت اسناد پداسې حال کې په ډاگه شول چې په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په هکله د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ وروستیو څرگندونو یو لړ غبرگونونه وزیږول.

ښاغلي ټرمپ د کابینې په یوه غونډه کې وویل چې پخواني شوروي اتحاد حق درلود چې په افغانستان برید وکړي ځکه ترهگرو له افغانستان نه پر هغوی برید کاوه.

د افغانستان دولت ددې څرگندونو په غبرگون کې د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د "جهاد" دفاع وکړه او د ښاغلي ټرمپ د څرگندونو په هکله یې توضیح وغوښتله.

XS
SM
MD
LG