د لاس رسي وړ اتصالات

د ایډز ناروغۍ د بیرته راتگ په هکله د کارپوهانو خبرداری


اوسمهال په نړۍ کې شاوخوا ۳۶ میلیون کسان د "ایډز" په ناروغۍ اخته دي او یواځې تیر کال دغې ناروغۍ یو میلیون کسان وژلي دي.

کارپوهان اټکل کوي چې تر ٢٠٣٠ میلادي کال پورې به ١٠٠ میلیونه نور وگړي هم د HIV په ویروس اخته شي.

ددغو بوگنونکو شمیرو سره سره ددې ناروغۍ د درملنې لپاره عمده پرمختیاوی ندي شوي.

نور HIV د بیمارو کسانو د مړینې د حکم په توگه نه په گوته کیږي او که مریضان درملو ته لاسرسی ولري کولای شي عادي ژوند وکړي او که لازمې لارښونې رعایت شي د نورو په وړاندې کوم گواښ هم نه رامنځ کوي.

خو پدې ویروس باندې د اخته ناروغانو په درملنه کې بریالیتوب پانگې ته اړتیا لري او ددې سبب شوي چې له حده زیات شمیر خلک "خوشبینه" اوسي چې همدا کار د ایډز او د هغې د درملو لپاره د څیړنو لپاره د مالي منابعو د کموالي سبب شوی دی.

د جان هاپکنز پوهنتون ډاکتر کریس بیر، وایي چې "تراوسه د ایډز په اړه زمونږ کار پای ته ندی رسیدلی"، هغه خبرداری ورکوي چې که دولتونه او خلک دغه "خوش بینۍ" ته ادامه ورکړي حالات به له دې هم خراب شي.

ډاکتر کریس بیر وایي چې د ایډز پر وړاندې په جگړه کې د بریالیتوب اعلان مخکې له وخته دی او د ایډز اپیډمۍ د بیرته راتللو خطر واقعي دی.

XS
SM
MD
LG