د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د قیلون استعمال زیاتیدو د مخدره توکیو د اعتیاد اندیښنې زیږولي


خوست کې د قیلون استعمال زیاتیدو د مخدره توکیو د اعتیاد اندیښنې زیږولي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

په دې وروستيو کې په خوست کې په ځوانانو کې د قيلون استعمال مخ پر زياتېدو دی. يو شمېر خلک اندېښه لري، چې ګني د قيلون استعمال په نشه يي توکو د اعتياد کچې په زياتېدا کې مرسته کوي.

خلکو له حکومت نه غوښتي دي چې پر قيلون بنديز ولګوي او په عامه ځايونو کې یې په استعمال بندیز ولگوي.

دا د خوست ښار د يو تفريحي پارک هوټل دی. له دې کبله چې دلته د قيلون څکولو اسانتيا هم برابره شوې، د ورځې په اوږدو کې يې د مراجعينو يوه برخه د قيلون استعمالوونکي ځوانان جوړوي.

که څه هم د قيلون څکول نشه نه راوړي، خو يو شمېر خلک اندېښه لري، چې ګني د قيلون استعمال د ځوانانو ترمنځ په نشه يي توکو د اعتياد کچې په زياتېدا کې مرسته کوي.

د خوست اوسېدونکی محمدولي سنګين وايي: ”قيلون د انسان بدن لپاره ډېر تاوان لري. قيلون چې څوک څکوي، پوډري کيږي، اپين وهي، شيشه وهي. همداسې زرقي نشه کوي. انسان په نشه يي توکو ورسره اخته کيږي.‟

د خوست يوه بل اوسېدونکي شفیق الله وويل: ”قيلون ډېر تاوانونه لري، نن سبا اول قيلون څکوي، بيا وروسته چرس، پوډر، بيا شيشه او بالاخره ټبلېټ کا استعمالوي.‟

له دې کبله چې په دې وروستيو کې د خوست په هوټلونو، پارکونو او نورو تفريحي ځايونو کې د قيلون استعمال عام شوی، پر دغه پديدې د روږدو ځوانانو شمېر هم مخ پر زياتېدو دی.

عام باور دا دی چې د قليون پر استعمال په بنديز سره ښايي تر يوه بريده د مخدراتو استعمال هم کنترول شي.

د خوست بل اوسېدونکي واجدالله وويل: ”له حکومت نه مې غوښتنه دا ده چې په جدي ډول ددې څيړنه وشي او دا دې بند شي، ځکه دا د نشه يي موادو ابتداء ده. دولت بايد دغه شي ته جدي پاملرنه وکړي او مخنيوی يې وکړ.‟

د ځينو شمېرو له مخې دا مهال په خوست کې لسګونه زره ځوانان د نشه يي توکو په استعمال روږدي دي. اندېښنه دا ده چې دا شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

XS
SM
MD
LG