د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نه د ځواکونو وتل د یرغمل شویو امریکایانو خلاصون ستونزمنوي - فعالان 


هغو فعالینو چې په بهرنیو هیوادونو کې د امریکایي اسیرانو د خلاصون لپاره هڅې کوي، اندیښنه څرګنده کړې چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره ښایي په افغانستان کې د یرغمل شویو امریکایانو خوشې کیدل ستونزمن شي.

د جیمز فولي بنسټ په خپل کلني رپوټ کې چې د چهارشنبې په ورځ جون ۹ (غبرګولي ۱۹) خپور شو، د امریکایي یرغمل شویو او د هغو کسانو د خلاصون لپاره هڅې ارزولي چې په بهرنیو هیوادونو کې په غیر قانوني بڼه بندیان دي.

دغه رپوټ د پخوانیو یرغمل شویو او بندیانو، یا د هغوی د خپلوانو او استازو او همداشان د امریکا د برحاله او پخوانیو پوځي او ملکي مقاماتو سره د مرکو په بنسټ برابر شوی دی.

یو شمیر کسانو چې ددې رپوټ په جوړولو کې ورسره مرکه شوې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو وروسته د یرغمل شویو کسانو د سرنوښت په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده.

پدې رپوټ کې راغلي دي: "د امریکایانو د موندلو لپاره د استخباراتي اطلاعاتو راټولول او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره عملیات به مشکل شي."

امریکایي قراردادي مارک فریریچز، چې د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د افغانستان څځه وتښتول شو او ګمان کیږي د حقاني شبکې سره بندي دی او امریکایي لیکوال پاول اوفربای، چې په ۲۰۱۴ کې په افغانستان کې بې درکه شو، پدغو امریکایي یرغملو کې شامل دي.

په رپوټ کې راغلي: "هغوی [مرکه کوونکي] اندیښنه لري چې په هغه هیواد [افغانستان] کې د امریکا د فزیکي شتون راکمیدل کیدای شي ددغو قضیو د حل کولو لپاره د نوذ د کمیدو سبب شي...یو شمیر کسانو ویلي چې باید ددغو یرغملو خوشې کیدل په قطر کې د امریکا-طالبانو د مذاکراتو مخکنی شرط وای."

که څه هم چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، امریکايی قانون جوړونکو ته ویلي چې د افغانستان د سولې د مذاکرانو په لړ کې یې په خپلو تماسونو کې په وار وار د فریریچز خوشې کیدل غوښتي دي.

رپوټ همداشان وایي چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو بشپړه وتل د القلعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو په هکله د استخباراتي معلړماتړ د راټولو په ګډون د ترهګرۍ ضد عملیات او مبارزه مشکل کوي.

له دې سره سره د امریکا جمهور رئیس جو بایډن تازه د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکا کانګرس ته په یو استول شوي لیک کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به واشنګټن په دغه هېواد کې د ترهګرۍ په ګواښونو باندې سترګې پټې نه کړي او د دغو ګواښونو د بیا ظهور د مخنیوي لپاره به امریکا په سیمه کې خپلې وړتیا بېرته له سره تنظیم کړي.

د جیمز فولي بنسټ د ډاین فولي له خوا جوړ شوی دی. د جمیز فولي مور ډاین ازاده امریکایي خبریاله ده چې په ۲۰۱۴ کال کې د داعض سخت دریځو له خوا په سوریه کې ووژل شوه.

XS
SM
MD
LG