د لاس رسي وړ اتصالات

د ځواکونو وتل؛ جرمني له خپلو عسکرو سره لسګونه زره لیتر شراب هم وباسي


د جرمني د دفاع وزارت وایي له افغانستان څخه د خپلو عسکرو سره یو ځای د بیر او شرابو د اېستلو مسئله هم حل کړې ده.

د جرمني د دفاع وزارت ویاندې کریستینا روتسي وویل چې په افغانستان کې جرمني سرتیرو ته اجازه وه چې په یوه محدوده اندازه الکول وڅښي.

د هغې په وینا عسکرو اجازه درلوده چې د ورځې دوه ډبې بیر شراب او یا په همدې اندازه د شرابو نور ډولونه استعمال کړي.

خو په افغانستان کې د جرمني د وسله والو ځواکونو قوماندان د «دښمن» له لورې د لوړې کچې ګواښ د شتون په وجه په سرتیرو باندې د شرابو څښلو بندیز لګولی و چې د میرمن روتسي په وینا دې کار د جرمني پوځ ته یوه ستونزه رامنځ ته کړې وه، ځکه همدا اوس په افغانستان کې د جرمني ځواکونو لپاره زیاته اندازه صادر شوي شراب موجود دي.

هغې وویل چې د جرمني او افغانستان ترمنځ د سرتیرو د میشت کیدو د موافقې له مخې د کمپ مارمل د استثنا پرته هغه هیواد ته د الکولو صادرول منع دي. په افغانستان کې د الکولو په خرڅلاو بندیز دی.

د جرمني د دفاع وزارت ویانده کریستینا روتسي وایي د جرمني پوځ اوس یو ملکي قراردادي استخداموي چې د افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو دمخه د بیرو شرابو د ۶۰ زره بوتلونو او قطیو په ګډون ۲۲۶۰۰ لیتره شراب له هغه هیواد څخه وباسي.

د جرمني پوځ وایي چې قراردادي به دغه بیر په بل کوم ځای وپلوري چې افغانستان ته یې د انتقالولو لګښت پوره کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن د پریکړې له مخې ټول امریکايي ځواکونو د سپتمبر تر ۱۱ پورې په بشپړه توګه له افغانستان څخه وځي چې ددې سره جوخت د ناټو سازمان روان ماموریت هم په افغانستان کې پای ته رسیږي او د جرمني په ګډون د ناټو هیوادونو سرتیري هم له دې هیواد نه وځي.

XS
SM
MD
LG