د لاس رسي وړ اتصالات

د ځواکونو وتل؛ د افغانستان د پوځ د روزنې ناڅرګنده برخلیک


د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره د نړیوالو هڅو راتلونکی پداسې حال کې لا هم د ناڅرګنده برخلیک سره مخ دی چې د پنتاګون چارواکو د افغانستان څخه د ځواکونو د بشپړه ایستلو لومړیتوبونو ته مخه کړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ په وینا، د قاطع ملاتړ د ماموریت د روزنې، مشورې او مرستې ماموریت چې د ۲۰۱۵کال په جنورۍ کې پیل شو، د کلونو په اوږدو کې یې د بودجې، شفافیت او حساب ورکونې څخه نیولې د ځواکونو د نوي نسل روزنې، دوام، استخباراتو او ستراتیژیکو ارتباطاتو پورې چارو کې د افغاني ځواکونو د مهارتونو په لوړولو کې مرسته کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت یو مقام امریکاغږ ته ویلي چې: «پدې وروستیو کې مونږ د خپلو شریکانو سره یوځای په ټولو دغو روزنیزو چارو کې ښکیل وو.»

یو شمیر مشرانو تمه ښودلې چې دغه روزنیز پروګرامونه به د ځواکونو له وتلو څخه وروسته له هیواد څخه بهر دوام ومومي. د تیرې سه شنبې په ورځ د ناټو عمومي منشي ینس ستولټنبرګ په یوې اعلامیې کې وویل: «څیړو چې څنګه مونږ کولای شود افغانستان څخه بهر پوځي زده کړو او روزنې ته دوام ورکړو او د ځانګړو عملیاتو ځواکونو ته پاملرنه وکړو.»

خو د پنتاګون چارواکي وایي د هغوی لومړیتوبونه نور څه دي. د پنتاګون ویاند جان کربي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «اوسمهال د ځواکونو د وتلو وروسته د افغانستان د ملي امنیتي، ملي دفاع او ملي امنیت ځواکونو د ملاتړ لپاره پاملرنه تر ډیره د مالي مفاهیمو له لارې ده او تر یوه حده د لوژستکي ملاتړ له لارې – د مثال په توګه لکه د الوتکو د ترمیم او ساتنې چارې.»

هغه زیاته کړه چې: «له دې وړاندې زه د پالیسۍ کوم بحث نه لرم چې پرې خبرې وکړم.»

تیره میاشت د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز مارک میلي خبریالانو ته وویل چې د پوځ نیت دادی چې په افغانستان کې د امریکا سفارت پرانستی وي او «د افغانستان د حکومت، د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره د مالي مرستو او پیسو له لارې ملاتړ وشي.»

هغه دا هم وویل چې: «مونږ به همداشان په پرله پسې توګه د هغوی روزنې ته پام وکړو ښایي په نورو ځایونو کې – خو نه مونږ تر اوسه ۱۰۰په سلو کې دا پریکړه نده کړې.»

پداسې حال کې چې څو میاشتې او یا هم څو اونۍ د افغانستان څخه د ځواکونو بشپړه ایستلو ته ندي پاتې پنتاګون ته وخت ندی پاتې چې د وتلو دمخه د روزنې او ملاتړ پلان جوړ کړي.

پنتاګون د افغانستان د پوځي مرستو لپاره ۳.۳میلیارد ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده، دا د هغو مرستو څخه ۳۰۰میلیون ډالر زیات دي چې په تیر مالي کال کې امریکا افغانستان ته ورکړي دي. که د کانګرس له خوا ومنل شي، پدې پیسو کې به د پوځ د روزنې اړتیاړی هم شاملې وي.

XS
SM
MD
LG