د لاس رسي وړ اتصالات

۸۰ ولسوالیو کې د سیمه ییزې اردو سرتیري ځای پر ځای شوي ـ دفاع وزارت


یاد وزارت وايي چې پاتې ولسوالیو کې هم د سیمه ییزې اردو سرتیرو ځای پر ځای کولو بهیر دوام لري.
یاد وزارت وايي چې پاتې ولسوالیو کې هم د سیمه ییزې اردو سرتیرو ځای پر ځای کولو بهیر دوام لري.

د افغانستان دفاع وزارت وايي تر دامهاله په ۸۰ ولسوالیو کې د سیمه ییزې اردو شاوخوا ۸۶۰۰سرتیري ځای پر ځای شوي دي.

یاد وزارت وايي چې پاتې ولسوالیو کې هم د سیمه ییزې اردو سرتیرو ځای پر ځای کولو بهیر دوام لري.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن سې شنبه جنورۍ ۱۹ (مرغومې ۳۰) امریکا غږ ته وویل چې اوس مهال دغه سرتیري د ولایتونو په مرکز او ۱۳ نورو سیمو کې حضور لري.

د هغه په وینا یاد سرتیري به له تروریزم سره مبارزې او د خلکو امنیت نیولو برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال د سیمه ییزو اردو ۱۲۳۰سرتیري تر روزنې لاندې دي او د دغه وزارت په چوکاټ کې د جلب او جذب بهیر روان دی.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړه چې ټاکل شوې ۴۵۷۰ تنه نور ځوانان د سیمه ییزو اردو د روزلو بهیر کې شامل شي.

هغه وویل: "د سیمه ییزې اردو سرتیري تیر ته په کتو پیاوړي شوي دي، تجهیز شوي دي، پوځي زده کړې تر لاسه کړي دي، د خلکو د امنیت نیولو برخه کې د دغه سرتیرو رول اغېزمن دی."

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په ننګرهار ولایت کې ۴۳۰سیمه ییز پولیس له پوځي زده کړو څخه فارغ شول او سیمه ییزې اردو په چوکاټ کې جذب شول.

د افغانستان د دفاع وزارت همدارنګه وايي چې ټاکل شوې ټول سیمه ییز پولیس په سیمه ییزې اردو کې شامل شي چې د کورنیو چارو وزارت له چوکاټ څخه به و ایستل شي.

تر دې مخکې د افغانستان دفاع وزات ويلي وو چې د سیمه ییزې اردو ۳۶زره سرتیري به رامنځته کړي چې له هغه جملې څخه ۲۸۵۰۰ به یې له کلیو څخه جذب کړي او ۷۵۰۰ نور به د ملي اردو له مسلکي کادرونو څخه وي.

XS
SM
MD
LG