د لاس رسي وړ اتصالات

'د امریکا د منځنۍ دورې انتخاباتو کې د ځوانانو رول مهم دی'


سره لدې چې ځوانان دا ځل په انتخاباتو کې د ګډون لپاره لیوال ښکاري خو معمولاً د پاخه عمر لرونکو کسانو په نسبت په رایې ورکوونکې کې کمه برخه اخلي.
سره لدې چې ځوانان دا ځل په انتخاباتو کې د ګډون لپاره لیوال ښکاري خو معمولاً د پاخه عمر لرونکو کسانو په نسبت په رایې ورکوونکې کې کمه برخه اخلي.

په متحده ایالاتو کې د نومبر د میاشتې په ۸ مې د کانګرس د څوکیو لپاره د منځنۍ دورې انتخابات کیږي چې معلومه به شي واکمن دموکرات که مخالف جمهوري غوښتونکی ګوند پکې اکثریت څوکۍ ګټي.

د کانګرس د څوکیو تر څنګ په څو ایالتونو کې د والیانو او د ایالتونو په کچه د حکومتي ادارو د مشرۍ لپاره سیالۍ کیږي.

مبصرین چې د امریکا انتخابات څاري پدې اند دی چې دا ځل به هم د تیر په شان پدې انتخاباتو کې د ځوانانو ګډون مهم نقش ولري خو پدې شرط که برخه پکې واخلي.

سره لدې چې پدې انتخاباتو کې د نورو لپاره ښایي اقتصاد، انفلاسیون او سقط جنین غټ او مهم موضوعات وي خو یو شمیر ځوان رای ورکوونکو چې د ځینو لپاره یې دا لومړی ځل دی رایې ورکوي، امریکا غږ ته ویلي چې غواړي په حکومتي ادارو کې تنوع وګوري او د هرې ډلې غړي پکې برخه ولري.

په متحده ایالاتو کې هغه نسل چې د ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۰ لسیزې په منځ کې زیږیدلي تر ټولو متنوع وګړي بلل کیږي خو په سیاسي او دولتي موقفونو کې د دې نسل برخه هغومره نده لکه څومره چې باید وی او ځوان رای ورکوونکي وایي چې دا ځل په انتخاباتو کې غواړي چې نه یوازې په فدرالي کچه بلکې په ایالتي کچه هم دا بدلون راولي.

ډیری ځوان امریکایان د پالیسۍ په هکله داسې نظر لري چې د دموکرات ګوند سره اړخ لګوي خو په یوې تازه څیړنې کې ثابته شوې چې هغه رای ورکوونکي چې عمرونه یې د ۱۸ څخه تر ۲۹ کالونو پورې دي په هرو دریو کې یو یې داسې محافظه کارې عقیدې لري چې د دموکرات ګوند په پرتله یې د جمهوري غوښتونکي ګوند خوا ته راکش کوي.

د مشیګن ایالت په یو متوسطه ښوونځي کې د زاک باودر په نامه زده کوونکي چې پخپل ښوونځي کې د آزادۍ لپاره د ځوان امریکایانو ټولنې مشر هم دی، امریکا غږ ته وویل چې د سترې محکمې لخوا د سقط جنین په هکله پریکړه، متحده ایالاتو ته د کډوالو په راتګ کې ډیروالی او نر ښځیانو امریکایانو لپاره د شرایطو برابرول هغه څه دي چې دوي یې هڅولي په انتخاباتو کې برخه واخلي او محافظه کاران دولتي او د کانګرس څوکیو لپاره انتخاب کړي.

پدې کې هیڅ شک نشته چې دا ځل د منځنۍ دورې انتخاباتو کې د ګډون په هکله د انرژي لرونکو ځوانو حضور ډیر ښکاري خو پوښتنه دا ده چې په همدې انرژۍ به هغوي په رای ګیرۍ کې برخه واخلي او که نه ځکه معولاً په متحده ایالاتو کې ځوانان د پاخه عمر کسانو په نسبت په انتخاباتو کې ډیر ګدون نکوي په ځانګړې توګه پدې انتخاباتو کې چې د جمهوري ریاست لپاره رای ګیري نه کیږي.

د جنوبي کلفورنیا په پوهنتون کې پروفیسر مینډي رومیرو په انتخاباتو کې د ځوانانو د ګډون په هکله امریکا غږ ته وویل چې د پاخه عمر لرونکو په نسبت هغوي چې عمرونه یې د ۱۸ څخه تر ۲۴ پورې دي، ډیر لږ په انتخاباتو کې برخه اخلي.

ښاغلي رومیرو وویل چې د انتخاباتو بڼې ته په کتو د دې عمر کسانو ګډون ۲۰، ۳۰ او یا ۴۰ په سلو کې نسبت پاخه عمر کسانو ته لږ وي.

XS
SM
MD
LG