د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې بشري حقونه او ازادي


د بشري حقونو سازمان وايي طالبان تر خپل کنترول لاندې سیمو کې بشري حقونو تر پښو لاندې کړي دي
د بشري حقونو سازمان وايي طالبان تر خپل کنترول لاندې سیمو کې بشري حقونو تر پښو لاندې کړي دي

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې طالبانو په افغانستان کې د خپل کنترول او اغیز لاندې سیمو کې په خلکو سخت محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي.

دا سازمان وايي سره له دې چې طالبان ادعا کوي چې په خپلو کړو وړو کې یې ډېر تغیرات او اصلاحات راوستي، خو بیا هم تر کنترول لاندې ځینو سیمو کې نجونو ته د تعلیم اجازه نشته او خلک د بیان او خبرو ازادي هم نلري.

د بشري حقونو د څار سازمان د سه شنبې په ورځ جون ۳۰ (چنګاښ۱۰) په دې اړه یو راپور خپور کړ. راپور په ۶۹مخونو کې خپور شوی او عنوان دی: "د شکایت هېڅ حق نلری،" د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان کې تعلیم، ټولنیز محدودیتونه او عدالت."

دا راپور د ۲۰۱۹ د جنورۍ د میاشتې راهېسې د ۱۳۸ کسانو سره د مرکو او مخامخ خبرو په اساس لیکل شوی دی.‌ دغه سازمان وايي چې په هلمند، کندز او وردګ ولایتونو کې یې د طالبانو له مشرانو، قومندانانو، جنګیالیو، د هغوی تر کنترول لاندې سیمو کې یې له ښوونکو، ډاکټرانو، قومي مشرانو، زده کوونکو او نورو اوسېدونکو سره خبرې او مرکې کړي دي.

د اسیا لپاره د بشري حقونو د څار مشره پترېشا ګاسمن وايي: "طالبان تر خپل کنترول لاندې ځینو سیمو کې بیا خپل سخت قوانین پلي کوي او د خلکو لپاره ډېره سخته او خطرناکه ده چې د هغوی د کړو وړو په اړه غږ اوچت کړي. طالبان هڅه کوي چې د ویرې او ترهې له لارې واکمني وکړي، هغوی تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د خلکو په وړاندې ځانونه مسول نه ګڼي (حساب او کتاب نه ورکوي)."

راپور په هغو ولسوالیو کې چې د طالبانو تر کنترول لاندې دي د خلکو ورځني ژوند په اړه لیکل شوی او ډېر تمرکز یې په تعلیم باندې د لګول شویو محدودیتونو، معلوماتو او رسنیو ته د لاسرسي او ازاد تګ راتګ په اړه دی. وايي د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د بشري حقونو څخه سرغړونو په آینده کې د سولې هر ډول تړون ته د طالبانو د ژمنتیا په اړه اندېښنې پیدا کړي.

په هغو سیمو کې چې طالبان کنترول او نفوذ لري، خلک اړ دي چې هم د افغان حکومت او هم د طالبانو قوانین ومني. طالبانو د تعلیم، محاکمو او نورو ورځینو چارو لپاره خپلې ادارې او اصول لري.

وايي سره له دې چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې نجونو ته د تعلیم کولو څه نا څه حق ورکړل شوی، خو خلکو ته د بیان ازادي، معلوماتو ته د لاسرسي، خصوصي حریم او د مطبوعاتو او ځینو نورو مسایلو حقونه کم ورکړل شوي دي.

راپور وايي سره له دې چې طالب مشران وايي نور د نجونو په تعلیم بندیز نه لګوي، خو ډېر کم شمېر طالبانو تر خپل کنترول لاندې سیمو کې بالغو نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړې ده او ډېر نور یې بیا بیخي‌ نجونې تعلیم ته نه پرېږدي.

وايي د طالب مشرانو د نظرونو اختلاف سیمه ییز خلک سربداله کړي دي.

یو ښوونکي د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي: "نن درته وايي‌ چې تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځیو ته تللې شي، خو سبا چې بل کس راغی، هغه به ښوونځیو ته د نجونو له تګ سره مخالفت کوي."

«امر بالمعروف او نهی عن المنکر»

د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» څانګې فعالې دي‌ او سیمه ییز خلک مجبوري چې د جامو اغوستلو، ږېرې پرېښودلو، جمعې لمانځې ته د تللو او نورو ټولنیزو مسایلو په اړه د طالبانو اصول او قوانین ومني.

طالبان وايي دا په افغانستان کې منل شوي عرفونه دي. سره له دې چې د حکومت تر واک لاندې سیمو کې بیا ډېر خلک دغو محدودیتونو ته ژمن نه دي.

طالبان تر خپل کنترول لاندې سیمو کې هغو خلکو ته سخته سزا ورکوي چې د هغوی ټولنیز اصول ونه مني.

مېرمن ګاسمن وايي طالب مشران وايي چې هغوی د ولسي خلکو ساتلو ته پام کوي، خو طالبان ډېر کله جنګي جرمونه له پام غورځوي.

هغه وايي: "طالبانو هغو خلکو ته سزا ورکړې ده چې شکایت یې کړی و ولې طالبان د هغوی کورونو ته ننوتلي او په حکومتي ځواکونو یې بریدونه کړي دي."

د بشري حقونو د څار سازمان داسې مهال دا راپور خپروي چې امریکا له طالبانو سره د سولې تړون کړی او ټاکل شوې چې ژر بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

څو ورځې مخکې د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان، قطر او ازبیکستان ته په سفر ووت چې د بین افغاني مذاکراتو په اړه له چارواکو سره خبرې وکړې.

د تړون په اساس افغان حکومت باید ۵۰۰۰ طالب بندیان پرېږدي‌ او طالبانو هم ژمنه کړې ده چې ۱۰۰۰ افغان سرتېري به پرېږدي او بیا به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي.

امریکايي چارواکي وايی که د تړون ټول شرایط بشپر شي، دوی به له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.د بشري حقونو د څار سازمان له امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتي چې باید د سولې په خبرو کې دا ډاډ ترلاسه شي چې په افغانستان کې آینده حکومتونه بشري حقونو ته ژمن وي.

XS
SM
MD
LG