د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د داعش په غړیتوب تورن کسان "صحرایي اعدام" کړیدي – راپور


د بشري حقونو د څار ادارې په یو راپور کې ویلي چې طالبانو د اسلامي دولت یا د داعش خراسان څانګې ملاتړي او غړي د افغانستان په ختیځه برخه کې په صحرایي توګه اعدام کړي او په زور یې ورک کړیدي.

دې سازمان نن پنجشنبه جولای ۷ (چنګاښ۱۶) په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو راهیسې د کنړ او ننګرهار ولایتونو اوسیدونکو تر سلو ډیرو کسانو مړي موندلي چې په کانالونو او نورو سیمو کې کې غورځول شوي و.

د بشري حقونو په راپور کې ویل شوي چې طالبان د سیمې د هغو اوسیدونکو سره ظالمانه رویه کړې چې د داعش غړیو ته یې د پټیدو ځای ورکړی و او یا یې د هغوي ملاتړ کړی. په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو غړیو په عملیاتو کې خلک وهلي او ډبولي دي او هغه سړي چې شک پرې کیده د داعش غړي به وي، "پرته لدې چې قانوني مراحل طی کړي او یا یې د ځای ځایګي په هکله د کورنیو غړیو ته معلومات ورکړي"، بندیان کړیدي.

د جنوبي آسیا د هیوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې مرستیالې پتریشا ګاسمن پدې راپور کې ویلي، " په ننګرهار کې مو یو تش شوی کانال ارزیابي کړ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست څخه نیولې د ۲۰۲۲ اپریل میاشتې پورې پکې څه باندې ۱۰۰ مړي اچول شوي و. ګمان کیږي چې طالب چارواکو خپلو ځواکونو ته امر کړی چې هغه کسان چې ادعا کیږي د وسله والو ډلو غړي به وي ونیسي، ورک یې کړي او یا یې ووژني".

خو بل پلو بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د دې راپور تر خپریدو وروسته په ټویټر کې لیکلي چې "په ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې د جسدونو د موندلو په اړه خپاره شوي افواهات هیڅ حقیقت نه لري. د اسلامي امارت سیمیزو مسؤلینو په دې اړوند څیړنه کړې، یو جسد هم چیرې چا ندی موندلی. په دې اړه هغه تشویش اچونکی پروپاګند چې متأسفانه دځینو مشهورو نړیوالو مؤسسو لخوا خپریږي د تأسف وړ دي".

ملګرو ملتونو ویلي چې دا راپور یې په سیمه کې د یو سازمان په همکارۍ چمتو کړی چې امنیتي دلایلو له کبله یې نوم ندی یاد شوی. پدې راپور کې کې د ننګرهار او کنړ په ولایتونو کې د ۴۲ کسانو سره مخامخ او ۲۱ نورو سره په ټیلیفون کې خبرې شوي.

پدې راپور کې ویل شوي چې تیر کال د نومبر په میاشت کې د ۵۴ کسانو مړي پداسې حال کې ومیندل شول چې خوسا شوي و.

د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، " پدې جسدونو کې د وحشیانه اعدام او ربړونې نښې نښانې لیدل کیدې. ځینو یې پښې او لاسونه نه درلودل، د ځینو په غاړو کې یې پړي اچول شوي و او یا یې مرۍ او سر پرې شوي و".

د ملګرو ملتونو تر څنګ د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا زیاست هم ویلي ۱۱۸ مړي یې ثبت کړي چې د تیرکال اګست میاشت څخه د کال تر پایه پورې د دغه ولایت په بیلابیلو برخو کې موندلي و.

د بشري حقونو د څار ادارې پدې راپور کې ویل شوي چې د داعش خراسان څانګې او طالبانو تر منځ جګړې کې د بشردوستانه نړیوال قوانین او د جګړې قوانین د اجرا وړ دي.

ملګرو ملتونو پدې راپور کې ټینګار کړی چې د زندانیانو سره باید انساني چلند وشي او دا چې خپل سري نیونې، صحرایي اعدامونه او هر ډول ناوړه چلندونه منع دي. په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې د تورنو کسانو جبرې ورک کوونه او یا وژنه – حتی هغوي چې د جنګي جرمونو له کبله تر قانوني تعقیب لاندې وي، منع دي.

XS
SM
MD
LG